د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې یو زده کوونکي خپله ښوونکې په چاقو ووژله


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د فرانسې د جنوب لویدیځ په یو ښوونځي کې د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) یوه ښوونکې د خپل یو زده کوونکي د چاقو په برید کې ووژل شوه.

پېښه د سینټ ډیلوژ تفریحي ساحلي ښارګوټي په یو خصوصي ښوونځي کې شوې ده.

څارنوالانو وویل چې دې ښوونکې په صنف کې د هسپانوي ژبې درس ورکاه چې یوه زده کوونکي ورباندې د چاقو ګوزار وکړ.

له دې ښوونکې سره، چې عمر یې د ۵۰ کالونو په شاوخوا کې ښودل شوی، د پیښې په ځای کې عاجله طبي مرسته وشوه، خو د څارنوالانو په خبره، هغې د خپلو زخمونو په وجه ساه ورکړه.

له پېښې وروسته یو ۱۶ کلن زده کوونکی د برید په تور نیول شوی دی.

د فرانسې د ښوونې او روزنې وزیر پاپ ندیایي د ښوونکې په مړینې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پېښې ځای ته سفر کوي.

د پېښې دقیق علت لا معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG