د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې کډوالو شورا: طالبان دې کابل کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو د کمپ ړنګول بند کړي


د ناروې د کډوالو د شورا د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان کې ۵.۷ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان شتون لري.
د ناروې د کډوالو د شورا د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان کې ۵.۷ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان شتون لري.

د ناروې کډوالو شورا د طالبانو د حکومت له خوا په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په کمپ کې د اوسیدانې د کورونو په ړنګولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبان باید پرته له ځنډ څخه د بې ځایه شویو کسانو د کورونو ړنګول بند کړي.

د ناروې د کډوالو شورا د سه شنبې په ورځ جون څلورم (جوزا ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو د کمپ د ړنګیدو وروسته ۸۰۰ کورنیو زیان لیدلی او هغوی یو ځل بیا بې کوره شوي دي.

افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا د دفتر رئیس نیل ترنر په دغه اعلامیه کې ویلي: "مونږ په ژوره توګه پایتخت کابل کې د یکشنبې په ورځ د شپږ زرو کورنیو بې ځایه شویو په جبري ډول له کمپ څخه په شړلو باندې ټکان خوړلی دی. د څو کورنیو سره چې په کابل کې زمونږ ټیمونو خبرې کړي، راپور یې ورکړی چې د چارواکو له خوا د هغوی د کورونو د ړنګیدو وروسته هغوی د تللو لپاره ځای نلره".

نیل ترنر د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د "زړه سوي" له مخې دې اقدام وکړي او نړیوالو بشردوستانه قوانینو او بشري حقونو پر وړاندې خپلو ژمنو او هم د افغانستان د ملي پالیسۍ له مخې دې چې د کورونو څخه د جبري شړلو پر وړاندې د داخلي بې ځایه شویو ساتنه کوي پابند پاتې شي.

افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا د دفتر رئیس د وینا له مخې ترهغه پورې چې قانوني تدابیر او د کورونو چمتوکولو یو قانوني بهیر پیل شوی نه وي، طالبان باید بې ځایه شوې کورنۍ د موقتي اوسیدانې غیر رسمي ځایونو څخه و نه باسي او د هغوی د کورونو ړنګول دې بند کړي.

نیل ترنر ټینګار کړی چې افغانستان لا هم مخ په زیاتیدونکي ډول د بشردوستانه او ټولنیز – اقتصادي بحرانونو سره مخ دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې یې په میلیونو افغانان اغیزمن کړي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا شمیرنې ښيي چې د تیر ۲۰۲۳ کال تر پایه ۴.۲ میلیونه افغانان د جګړو او تاوتریخوالي د اقداماتو او ۱.۵ میلیونه نور د طبیعي پیښو له امله په خپل هیواد کې خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.

ددغې شورا د معلوماتو پر اساس شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال د تیر ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د میاشتې را هیسې تراوسه له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې ورسره د بې کوره کسانو شمیر یې لا زیات کړی او ددغه هیواد پر شتو منابعو یې یو اضافي بار اچولی دی.

نیل ترنر وویل: "مونږ په جدي ډول د اوسني وضعیت په اړه اندیښمن یو، چې چارواکي په ټول هیواد کې زیانمنوونکي ټولنو غړو ایستل تکراروي او زیانمنونکي کورنۍ د بې کورۍ نوي بهیر ته اړباسي".

ددې دمخه هم د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د جون او جولای په میاشتو کې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو کورنیو دوه کمپونه نړولي وو. همداشان د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د بادغیس په ولایت کې هم د کورنیو بې ځایه شویو کسانو یو کمپ تخریب کړی وو.

د ناروې د کډوالو د شورا موندنې ښيي چې کومې کورنۍ چې له دغو کمپونو څخه شړل شوي د معیشت د برابرولو او لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په برخه کې د سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو بې ځایه شویو کسانو د کمپ د تخریب په تړاو څه نه دي ویلي، خو دمخه د دغه حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي و چې کورني بې ځایه شوي کډوال بیرته خپلو اصلي سیمو ته انتقالوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG