د لاس رسي وړ اتصالات

ژغورنې نړیواله کمیټه: پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي


هیواد ته ستنیدونکي افغان کډوال
هیواد ته ستنیدونکي افغان کډوال

د ژغورنې نړیوالې کمیټې له پاکستان څخه ۱.۴ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل څخه د ۱۰۰ورځو د تیریدو په اړه یو راپور کې ویلي چې د پاکستان د حکومت د پریکړې وروسته له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه شوي چې د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

دغې کمیټې د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ نهم (سلواغې ۲۰) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د پریکړې دمخه افغانستان کې بشري اړتیاوې ډیرې زیاتې شوې وې او په دغه هیواد کې د دوامدارو اقتصادي ننګونو او انزوا له امله افغانستان د اضطراري څارنې لاندې هیوادونو په لیست کې پاتې شوی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې افغانستان اوس مهال له شپږ میلیونو څخه د زیاتو داخلي بې ځایه شویو کسانو د ستونزو سره هم مخ دی چې ددغه هیواد پر اقتصاد او محدودو روغتیايي خدمتونو باندې د زیات فشار سبب شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "په ډیره لوړه کچه د بشري اړتیاو او د خوړو د نه خوندیتوب د کچې زیاتیدو، د افغانستان نوم د رسنیو د سر خط څخه لیرې شوی او څنډې ته وړل شوی چې د یو له یاده د وتلي بحران د ګواښ سره مخ شوی دی".

دغې کمیټې ویلي چې ډاریږي چې وخت له لاسه د وتلو په حال کې دی او مخکې له دې چې بل پراخه بشري ناورین پیښ شي دا کمیټه د افغانستان په دننه افغانانو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې ژمنه ده ترڅو هغوی خپل ژوند جوړ کړای شي.

دغې کمیټې ټینګار کړی چې نړۍ نشي کولی چې افغانستان ته چې لا هم د څو لسیزو جګړو، اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالۍ او وروستۍ ویجارونکي زلزلې د اغیزو سره مخ دی شا واړوي.

د افغان کډوالو د بیا مشتیدو ستونزې

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د وینا له مخې هغه افغان کډوال چې د امریکا متحده ایالاتو ته د مهاجرت د ځانګړې ویزو (SIV) او د بشرپاله ویزو P2 له لارې تللي او د رسیدلو وروسته د خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په لټه کې دي په دغه هیواد کې د بیا مشتیدو پر مهال به له زیاتو ننګونو سره مخ شي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې ویلي چې په تورخم کې دغسې افغان کډوالو ته د خدمتونو د برابرولو سربیره دغه کمیټه په امریکا کې هم د ۲۸ دفترونو له لارې د افغان کډوالو د کورنیو د یوځای کیدو دوسیې تعقیبوي.

دغې کمیټې ویلي: "د بشردوستانو ځانګړې ویزې پروګرام (SIV) چې د هغو افغان کډوالو د ساتنې لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتو د ماوریتونو سره یې تړاو درلود د یوې لسیزې څخه د زیات ځنډ سره مخ وو. د P2 - د کډوالو پروسه چې د هغو افغانانو د ستاتنې لپاره چې د (SIV) ویزو د شرایطو سره برابر نه وو او د امریکا د متحده ایالاتو او د دغه هیواد غیر دولتي موسسو او رسنیو سره یې کار کوه – هم افغانانو ته په پراخه کچه د ساتنې په برخه کې خطرونه راولاړ کړي دي ، ځکه چې هغوی یې یو هیواد [درییمګړي هیواد ] ته تللو ته پابند کړي دي".

ددې کمیټې په باور د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنیدلو پریکړې هغه افغانان چې په امریکا کې بیا میشتیدل غواړي هم د ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

همداشان دغې کمیټې ویلي چې زرګونه نور افغانان چې د امریکا د متحده ایالاتو او د نورو متحدینو له خوا د تخلیې د عملیاتو پر مهال امریکا ته انتقال شوي د افغان کډوالو د بیا مشتیدو د قانون تصویب (Afghan Adjustment Act) ته انتظار وباسي.

ددې قانون هدف امریکا په بشرپاله ویزو Humanitarian Parole) د تللو افغان کډوالو لپاره موقتي اوسیدانې د قانوني مودې د پای ته رسیدلو وروسته د سرګردانۍ مخنیوی ښودل شوی دی.

که دا قانون منظور شي، امریکا ته د تللو افغانانو د میشت کیدو لپاره به بهیر چټک او لومړیتوب ورکړل شي. د کورني امنیت وزارت به د هر اړخیزې ارزیابۍ وروسته په قانون برابرو تخلیه شویو افغانانو ته د دایمي اوسیدو اسناد ورکړي او د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره به شرایط ښه شي چې په افغانستان کې پاتې دي او د خطر سره مخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جوبايډن د ادارې څخه غوښتي چې د مهاجرت د ځانګدړو ویزو او بشرپاله ویزو د دوسیو د ارزولو په برخه کې دې شفافتیت راولي او په دغه پروګرام کې دې اصلاحات زیات کړي ترڅو ددغه پروګرام تقاضا کوونکو ته اسانتیا او د اړوند وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي زیاته شي.

همداشان دغې کمیټې د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس څخه هم غوښتي چې د افغانانو د بیا مشیتیدود تنظیم قانون تصویب کړي ترڅو د امریکا د متحده ایالاتو افغان متحدین چې په مشروط ډول په امریکا کې اوسیږي په دغه هیواد کې د دایمي پاتې کیدو او د خپل ژوند د جوړولو حقوقي ډاډ ولري.

دغې کمیټې ویلي چې د ځانګړي مهاجرت د ویزو (SIV) په ۱۴۷ زرو غوښتنلیکونو باندې د تیر۲۰۲۳ کال د وروستۍ ربع پورې غور نه و شوی او د هغو افغانانو شمیر چې په پاکستان کې د بشردوستانه ویزو P2 ته انتظار وباسي د دغه هیواد څخه د شړلو د ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې امریکا ته د تللو انتظار وباسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG