د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې


عکس ارشیف: له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي کډوال
عکس ارشیف: له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي کډوال

د پاکستان حکومت د اطلاعاتو، نشراتو او پارلماني چارو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي، چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیو کډوالو د اېستلو د بهیر له مخې یې تر اوسه ۶۰۱۲۱۰ افغانان خپل وطن ته ستانه کړي دي او د ستنولو لړۍ یې دوام لري.

مرتضی سولنګي امریکا غږ ته وویل چې په هېواد کې د میشتو (پی او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د استوګنې د مودې پر غځولو هم غور روان دی او ډېر ژر به یې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې دي چې په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارتونو موده د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې پای ته رسېدلې ده.

د افغان کډوالو د ټولنې مشر بریالي میاخېل له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې کارت لرونکي افغانان او په ځانګړې توګه زده کوونکي په تدریسي ادارو کې د داخلو او امتحانونو پر مهال له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل: «حکومت باید د افغانانو لپاره د پي او ار کارت موده ډېره وغځوي، ځکه چې په دې هېواد کې زده کوونکي یا کاروباري طبقه د کارت مودې تر ختمېدو وروسته ډېرې ستونزې لري، هره اداره ترې د کارت غوښتنه کوي. کارت چې تر مودې تېر وي نو هېڅ کار یې پرمخ نه ځي.»

میاخېل زیاتوي چې افغان کډوال خو دې هېواد ته مجبورۍ راوړي دي، خپله پاکستانیان چې نورو هېوادونو ته پناه یوسي نو د هغه هېواد دولت ورسره انساني برخورد کوي. ډېر ځله داسې کېږي چې د ده په وینا په کورنۍ کې د اکثریت غړیو پي او ار کارتونه راشي، خو د کورتۍ د مشر کارت رانشي، چې دا هم یو غټ مشکل جوړوي.

نوموړی وايي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوال اقتصادي ستونزې هم تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، ځکه په پاکستان کې ګراني زیاته شوې ده او د هغې مستقیم اثرات پر افغان کډوالو ډېر زیات دي.

میاخېل وايي: «د افغان کډوالو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، د پاکستانیان خو خپل ملک دی، دولتي ماموریتونه لري، خپلې ځمکې دي د افغانانو خو دا هېڅ هم نشته. نو ځکه یې بې وزلي او غریبي تر خايي خلکو څو چنده زیاته ده.»

د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر درېمه نېټه بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو غږ کړی وو او د هغوی د ایستلو بهیر یې د پروسږ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه پیل کړ او دا بهیر لاهم دوام لري.

د پاکستان د دولتي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې نږدې ۱.۷ میلیونه وګړي قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي دمخه حتا دا هم ویلي وو چې کارت لرونکي او بې کارته افغان کډوال نور په پاکستان کې نه پرېږدي او نه یې هم د استوګنې موده ورغځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر شوي افغانان پدې هیواد کې ژوند کوي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱کال کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په سلګونه زره افغان کډوالو پاکستان ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG