د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د بیا میشتیدو په اړوند مسلو خبرې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ریچارډ ورما د سفر او د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د بیا میشتیدو په اړوند مسلو د بحثونو خبر ورکړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۲ ( مرغومې ۲۲) ویلي چې په دغه وزارت کې د مدیریت او سرچینو د چارو مرستیال ریچارډ ورما د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له اتمې ورځې څخه تر ۱۲ ورځې پورې اسرائیل، اردن، عراق او پاکستان ته په سفر تللی وو.

خبرپاڼه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما په اسلام اباد کې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا پرمختګ او د علاقې وړ او د ګډې همکارۍ اړوند مسلو په اړه هراړخیز بحثونه کړي دي".

په دغه خبر پاڼه کې ویل شوي چې ریچارډ ورما د پاکستاني چارواکو سره د کتنې سربیره د نړیوالو سازمانونو او له هم نظرو شریکانو سره هم کتلي او د هغو افغانانو څخه د ملاتړ په اړه یې چې د امریکا متحده ایالاتو او یا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی د امریکا په ژمنو ټینګار کړې دی.

په خبر پاڼه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د زیانمنوونکو وګړو او په شرایطو برابرو افغانانو د بیا میشتیدو په اړه زمونږ د ګډې علاقې په اړه خبرې کړي دي".

د افغان کډوالو د بیا مشتیدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي د سفر دمخه د ډسمبر څلورم (لیندۍ ۱۳) هم یو امریکايي پلاوۍ د پاکستاني چارواکو سره د زیانمنوونکو افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

د وګړو او کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والزنویس په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د غیر دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونه غیرقانوني کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې مودې د پوره کیدو وروسته به ونیول شي او له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د پاکستان د حکومت په دې پریکړې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي چې اکثرو یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله دغه هیواد ته کډه کړې ده.

ددغو افغانانو اکثریت په پاکستاني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی خو اوس یې د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې او افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د رپوټونو له مخې ددغه شمیر شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د سفر ویزو ته په تمه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG