د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: له پاکستان څخه شاوخوا ۲۷۲ زره ستنو شویو افغان کډوالو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې د تیر۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې له پیل څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې تر وروستیو پورې یې ۲۷۲ زرو او ۱۳۳ ستنو شویو افغان ک‌ډوالو ته د خپلو همکارو موسسو په ملاتړ روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ فبرورۍ څلورم( سلواغې ۱۵) په یو راپور کې ویلي چې ستنو شویو افغان کډوالو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو سربیره ثانوي روغتیايي خدمتونه او هم د روحي ناروغیو، واکسین او د ټروما د درملنې په برخو کې روغتیايي خدمتونه برابرشوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان ویلي:" د ۲۰۲۳ کال د نومبر د لومړۍ ورځې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۷ ورځې ترمنځ د روغتیا په سکټور کې د شاملو همکارو موسسو په ملتیا ۲۷۲ زرو او ۱۳۳ ستنو شویو افغان کډوالو ته چې ۹۸ زره او ۱۷ تنه یې ښځې، ۷۳ زره او ۶۴۲ تنه یې سړي، ۵۲ زره ۴۰۹ تنه نجونې او ۴۸ زره او ۶۵ تنه یې هلکان وو روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي".

د پاکستان حکومت د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالوچې ۱.۴ میلیونه یې افغانان وو د ایستلو پریکړه وکړه اودغو کډوالو ته یې د تیرکال د نومبر د لومړۍ ورځې پورې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو مهلت ورکړ او ویې ویل چې که د ټاکلې نیټې وروسته له پاکستان څخه لاړ نشي نو وبه نیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د شمیر په اړه د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ شمیرنې ښيي چې د تیر۲۰۲۳ کال راهیسې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ترمیاشتې ۵۰۸ زره افغان کډوال ددغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې" اوچا" د فبرورۍ دوییم( سلواغې ۱۳) ددغو شمیرو د خپرولو پر مهال ویلي چې ددغو ټولو ستنو شویو ۸۴ فیصده یې د تیر ۲۰۲۳ کال په دریو وروستیو میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د اطلاعاتو، خپرونو او پارلماني چارو وزیر مرتضی سولنګي ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو د پریکړې وروسته له دغه هیواد څخه له ۶۰۱ زرو څخه زیات د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.

مرتضی سولنګي امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم دوام لري.

هغه ویلي چې د افغان کډوالو د کډوالۍ د کارتونو "پي او ار" پر تمدید باندې غور روان دی او په دې اړه به ژر پریکړه وشي.

د دغسې کارتونو لرونکو افغان کډوالو د ثبت او راجسترول د تیر۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې پای ته رسیدلي وو.

په تیرو څلورو لسیزو کې په میلیونونو افغانان د جګړو له امله پاکستان ته مهاجر شوي، په دې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

د ملګرملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د شمیرنو له مخې پاکستان د شاوخوا ۳.۲ میلونه افغان کډوالو او نورو افغانانو چې له دغه هیواد څخه درییم هیواد ته د تللو انتظار باسي، کوربه دی.

د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې په زیاتیدونکې توګه ترینګلې شوې او اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې د هغو اورپکو په ځپلو کې پاتې راغلی چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو د پرېکړې وروسته یو شمېر داسې افغانان هم په لومړي ځل افغانستان ته تللي چې ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG