د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو د مودې غځېدل غواړي


پاکستان همدغه راز سلګونه زره افغان کډوال، چې د مقاماتو په خبره د اوسېدو اسناد نه لري، اېستلي دي.
پاکستان همدغه راز سلګونه زره افغان کډوال، چې د مقاماتو په خبره د اوسېدو اسناد نه لري، اېستلي دي.

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر مېشت افغانان چې د اوسېدو اسناد (پي او ار کارت) لري د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو موده وغځول شي.

یاده دې وي چې د پاکستان سرپرست حکومت په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو چې د پي او ار کارتونو موده یې ختمه شوې وه، د سږني ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱مې پورې موده ورغځولې ده.

په پاکسان کې میشو افغان کډوالو پر وروستۍ حکومتي پرېکړې سخت خپګان ښودلې او وايي چې هلته یې کاروبارونه دي او دومره لنډ وخت کې نشي کولای چې خپل کاروبارونه راغونډ کړي او کډې بار کړي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا په هري پور سیمه کې میشت د ننګرهار یوه کډوال عبدالرحمان وايي، دوی په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېدل غواړي خو چې لومړی یې هلته د استوګنې او ژوند کولو لپاره زمینه برابره شي.

هغه وايي: «تاسو پوهېږئ چې په داسې حالاتو کې موږ نشو کولای چې خپل هېواد ته ستانه شو. د پاکستان حکومت ته پکار ده، چې دا استوګنې موده مو نوره وغځوي. دلته مو څلوېښت کاله تېر کړل، که څلوېښت کاله نور هم تېر شي نو بیا به هم خپل وطن ته ستنېږو.»

په پېښور کې میشت د کابل بهیرستانکزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وايي، په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل: «دلته خو له مجبورۍ اوسېږوچې کله مو په خپل وطن کې د ژوند کولو زمینه برابره شي، پور به واخلم اخلي او خپل وطن ته به ځم. باور وکړئ چې ډېر لږ خلک به په پاکستان کې پاتې شي ځکه چې دلته دومره ستونزې دي چې څوک پي او ار کارتونه لري بیا هم له ستونزو سره مخامخ وي. ژوند مو په عذاب کې دی.»

دا مهال د پاکستان په بېلا بېلو ایالتونو کې څه کم درې میلیونه افغان کډوال میشت دي چې ډېرو یې په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې په دغه هېواد کې ډېر ښه کاروبارونه جوړ کړي خو اکثریت یې له کړاوه ډک ژوند تېروي.

افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو په باب په پېښور کې خبريال او د چارو پوه شمیم شاهد له امریکا غږ سره په خبرو کې وايي: «دا د دوو یا درېوو میاشتو خبره نه ده چې خلک بیرته ستانه شي، باید چې حکومت افغان کډوالو ته د ستنېدو لپاره دېره موده ورکړي. په افغانستان کې چې په بشپړه توګه امیینت راشي او د افغانانو له زړونو دا ویره ترهه هم ختمه شي نو زما خیال اله به افغان کډوال په ډاډه زړه خپل خپل وطن ته ستانه شي.»

یاده دې وي چې یو خو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د افغان کډوالو پي او ار کارتونو نېټه پای ته رسېدلې وه او هم پروسږ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان سربرست حکومت په دغه هېواد کې ناراجسټر افغانان کډوالو ته د اکتوبر تر ۳۱مې د وتو امر کړی وو.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په وینا په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر او هم دومره شمېر ناراجسټر افغان کډوال میشت دي. د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هم په سلګونه زره افغان کډوالو پناه وروړې ده چې به دې سره د بې اسنادو افغان کډوالو شمېره ۱.۷ میلیونو ته رسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG