د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان لپاره ۵۱۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لرو


د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د مې د میاشتې او را روان اکتوبر تر میاشتې ۱۲.۷ میلیونه کسان د خوړو د سخت نه خوندیوب سره به مخ شي چې ددغه شمیر ۲.۹ میلیونه به یې په اضطراري کچه د خوړو نه خوندیوب سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د مې د میاشتې او را روان اکتوبر تر میاشتې ۱۲.۷ میلیونه کسان د خوړو د سخت نه خوندیوب سره به مخ شي چې ددغه شمیر ۲.۹ میلیونه به یې په اضطراري کچه د خوړو نه خوندیوب سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې د اوسني اضطراري وضعیت د سمبالولو لپاره ددغه پروګرام سره موجودې منابع کافي نه دي او مرستو ته اړمنو او سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جمعې په ورځ جون اووم (جوزا۱۸) په یو راپور کې ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې په اضطراري توګه د خوړو او معیشت د پروګرامو لپاره په روان ۲۰۲۴ کال کې ۱.۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري

په دې راپور کې ویل شوي: "د خوړو نړیوال پروګرام تر راتلوونکو شپږو میاشتو (جون میاشتې څخه تر نومبر میاشتې پورې) د خپلو عملیاتو د دوام لپاره د ۵۱۰ میلیونو ډالرو د بودیجې د کمښت سره مخ دی. د اړتیا وړ بودیجه کې ۴۶ میلیونه ډالره مخکې له مخې د پیسو تادیه هم شامله ده. همداشان په دغو پیسو کې ۱۱۱ میلیونه ډالره هم شامل دي چې د ۲۰۲۴ـ ۲۰۲۵ ژمي موسم لپاره ورته اړتیا ده".

ددې سربیره د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د سیلاب ځپلو او ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۷ میلیونو ډالرو ته هم اړتیا لري.

د سیلاب ځپلو اړتیاوې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې په تیره میاشت کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ناڅاپي سیلابونو په کلیوالو سیمو کې خلکو ته زښت زیات مالي زیانونه اړولي او د هغوی کروندې یې له منځه وړي دي.

دغه سازمان ویلي سیلابونو له خلکو د ژوند د تیرولو ټول امکانات اخیستي او د ځاني تلفاتو سربیره یې د خلکو کورونه، کرهڼیز فصلونه، سړکونه او زیربناوې هم تخریب کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "لږ ترلږه د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونو ته [سیلابونو] څخه زیان رسیدلی دی او د انساني او روغتیايي بحرانونو د سمبالولو لپاره په بیړني ډول اضافي منابعو ته اړتیا ده... ۱۴.۵ میلیونه ډالره د شپږو میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو پورې د سیلاب ځپلو وګړو سره د مرستې لپاره په ټول هیواد کې اړتیا ده".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې تراوسه یې د لسو زره سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۱۰۰ ټنو خوراکي توکو او ۵۶ زره ډالرونغده مرسته کړې ده.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "په روان ۲۰۲۴ کال کې د خوړو نړیوال پروګرام تراوسه د ۲۴ زرو څخه زیاتو کورنیو ته چې د طبیعي پیښو د خطر سره مخ وې په ۳۲ ولایتونو کې یا خوراکي توکي او یا هم نغدې مرستې برابرې کړي دي. په دې شمیر کې ۵۴ فیصده سیلاب ځپلي کورنۍ، ۲۹ فیصده سځتو بارانونو د اورښت څخه اغیزمنې شوې کورنۍ، ۱۶ فیصده د سختو واورو او یو فیصد نورو کورنیو ته چې د وچکالۍ او زلزلو څخه اغیزمنې شوې وې مرستې کړي دي".

د پاکستان څخه ستنیدونکي کډوال

د ملګرو ملتونو شمیرنې ښيي چې هره ورځ په اوسط ډول ۵۰ کورنۍ د مختلفو سرحدي لارو له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې یې له پاکستان څخه ستنو شویو ۳۳۹ زره کډوالو سره مرستې کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د خوړو نړیوال پروګرام ۱۲.۷ میلیونو ډالرو ته په سرحدي سیمو کې پلان شوي پروګرام لپاره ـ ستنیدونکو ته) په روان ۲۰۲۴ کې اړتیا لري".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې څخه د اکتوبر ترمیاشتې کولای شي هره میاشت شاوخوا یو میلیون کسانو ته مرستې برابرې کړي او ۱۱ میلیونه نور د بودیجې د کمښت له امله نشي کولای چې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د بودیجې د کمښت یادونه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د مې د میاشتې او را روان اکتوبر تر میاشتې ۱۲.۷ میلیونه کسان د خوړو د سخت نه خوندیوب سره مخ دي او ددغه شمیر ۲.۹ میلیونه یې په اضطراري کچه د خوړو نه خوندیوب سره مخ دي. ددې سربیره څلور میلیونه نور چې د دې ډلې ۳.۲ میلیونه د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان هم بشري مرستو ته اوتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG