د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له سیلابونو وروسته افغانستان کې د غذايي بحران د ډېرېدو خبرداری ورکړی


د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لویدیځ کې د وروستیو سیلابونو له کبله څه باندې ۸۰زره خلک زیانمن شوي او نورو احتمالي بارانونو ته په کتو په سیلاب ځپلو سیمو کې د غذايي بحران د ډېرېدو امکان لیدل کېږي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (جوزا لومړۍ) په یوې اعلامیې کې وویل چې د اقلیمي بدلون له کبله په ټول افغانستان کې د هوا حالات بدل شوي.

په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي: «له وچکالۍ وروسته، غیر معمول بارانونه او د ځمکې سختېدل، چې اوبه په کې نه جذبېږي، د سیلابونو لامل شوي دي. په دې سربېره په غرنیو سیمو کې د موسم ګرمېدل او د واورو وېلې کېدل د سیندونو د اوبو د سطحې لوړېدو لامل شوي.»

په افغانستان کې د غذا د نړیوال سازمان مشره شاو وي لي وویل: «د پرلپسې بحرانونو له کبله خلک یو ځل بیا بې وزلۍ ته ټیل وهل کېږي. په افغانستان کې د د غذا د مصونیت په برخه کې وروستي پرمختګونه اوس د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي. دا کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره، بیړنیو مرستو ته او په اجتماعي زیربناو کې پانګونې ته اړتیا لري چې د کورونو، ځمکو او معیشت کې ورسره مرسته وکړي.»

د خوراک نړيوال سازمان وايي له سیلابونو څخه سمدستي وروسته، خیریه ادارو ضروري غذايي مواد برابر کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده، ځکه چې په سېلاب ځپلو سيمو کې محلي بازارونه لا هم تړلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام چې د محافظتي دیوالونو، بندونو او د اوبو رسونې کانالونو د جوړولو په ګډون د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي، چې تر ټولو زیات یې په بغلان ولایت کې دي.

یوناما ویلي چې په بغلان کې وروستیو سیلابونو نږدې ۶۰ زره کسان اغیزمن کړي دي. یوناما ویلي چې مرسته کوونکو یې سیلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې رسوي.

د راپورونو له مخې، سیلابونو د بغلان د برکي، ډنډ غوري، دوشي، نور پاس، جلګې، خوست، نهرین، برفک او پلخمري او ځینې نورې سیمې ډېرې ځپلي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او ویلي یې چې ښځې او ماشومان د دې طبیعي پېښې له امله په بې ساري ډول اغېزمن شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG