د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر د غنمو له سږنۍ حاصلاتو خوښ نه دي


په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر د غنمو له سږنۍ حاصلاتو خوښ نه دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په ننګرهار کې د غنمو د تهریشر کولو وخت را رسېدلی او یو شمېر کروندګر وايي، چې سږني اورښتونو یې د غنمو د فصل ټولې خوارۍ ورته له منځه وړي دي. ددغو کروندګرو په وینا، سږنۍ اورښتونه په داسې وخت کې وشول چې غنم حاصل ته رسېدلي و.

د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ قلعه حسین سیمه کې رحمان الله په څه باندې دوه جریبه ځمکه باندې غنم کرلي و، چې اوس يې درمند (تهریشر) کوي.

هغه امریکاغږ ته وویل، چې رسېدلي غنم يې د اورښتونو له امله خراب شوي او ټول وږي يې پوچ شوي دي.

هغه هیله لري، چې کرهڼې ریاست او په دې برخه کې اړونده مرستندویه موسسې يې په وخت لاسنیوی وکړي، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي تر څو راتلوونکي فصلونو ته په پښو ودرېږي.

سږنۍ بې موسمه او ډېرو اورښتونو په ختیځو ولایتونو کې کروندګر سخت تاواني کړي، سیلابونو يې ځمکې وړي او همدا راز يې حاصلات کمزوري شوي دي

XS
SM
MD
LG