د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سږکال افغانستان کې د غنمو حاصلات ۱۳فیصده زیات شوي


د طالبانو د حکومت د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې سږکال په افغانستان کې په ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو.
د طالبانو د حکومت د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې سږکال په افغانستان کې په ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو.

د طالبانو د حکومت د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کړل شوي وو چې د پسرلي د موسم په پیل کې د پرله پسې بارانونو له امله په دغه هیواد کې د تیرکال پرتله د غنمو حالات تر ۱۳ فیصده زیات شوي دي.

ددغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ملي تلویزیون ته ویلي چې که څه هم د غنمو د حاصلاتوټولول له لاهم دوام لري، خو دغه وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په افغانستان کې د پنځه میلیونو ټنو غنمو د حاصلاتو اټکل کړی دی.

مستعین وویل: "سږکال د غنمو حاصلات په سلو کې ۱۳ فیصده زیاتوالی ښيي په مجموع کې په ۲.۱۴ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو، که څه هم تراوسه لا پوره حاصلات نه دي راټول شوي خو اندازه به یې د پنځه میلیونو ټنو څخه زیاته وي."

د طالبانو د حکومت د احصایې ملي ادارې ویلي وو چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د للمي غنمو په ګډون ټول ۴.۳ میلیونو ټنو غنمو حاصل راټول شوی وو.

د احصایې ملي ادارې ویلي و چې تیرکال په افغانستان کې پر ۲.۲ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو، چې ددې له ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي و.

دغې ادارې ویلي وو چې تیرکال د کښت لاندې ځمکې ۷۱ فیصده ځمکه باندې غنم کرل شوي وو. د احصایې ملي ادارې ویلي وو چې دا معلومات یې د لیرې څخه د سنجولو د ټکنالوژۍ (Remote Sensing) په مټ چې د ستلایټ له لارې د اوبو او للمي ځمکو د غنمو د کر د سیمو څخه د اخیتسل شویو تصویرونود ارزونې له مخې راټول کړي وو.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی.

په دغه هیواد کې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د کرهڼې سکټور ته خورا زیات زیان رسولی دی.

د طالبانو د حکومت له خوا په ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د کوکنارو په کرکیلې باندې بندیز هم ددې سبب شوی چې بزګران د غنمو کښت ته مخه وکړي. د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې دمخه چې د افغانستان په ډیرو جنوبي ولایتونو کې بزګرانو کوکنار کرل اوس پر د کوکنارو د کښت پرځای یې د غنمو او پنبې کښت مخه کړې ده.

د (Alcis) په نوم یوې بریتانوي ادارې له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د یوې خپرې شوې سروې نتیجې ښيي، چې تیرکال د هلمند په ولایت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی وو. د سټلایټ په وسيله ددې ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې تیر کال کې په دغه ولایت کې تر زرو هکټارو په کمه ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

افغانستان په کال کې له اوو میلیونو ټنو څخه زیاتو غلې دانې ته اړتیا لري چې د کورنیو تولیداتو ترڅنګ هرکال له بهرنیو هیوادونو میلیونه ټنه غله دانه دغه هیواد ته واردیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي هم د افغانانو د خوراکي توکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره هرکال په میلیونو ټنه خواړه دغه هیواد کې د بشري مرستو د ویشلو له لارې بیوزلو کورنیو ته برابروي.

خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې سږکال په افغانستان کې د خپلو ځینو پروګرامو د تمویل په برخه کې د بودیجې د ګمښت سره مخ دی.

ددغې ادارې ویلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ﺑﻮدیجې د کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د راتلوونکو شپږو میاشتو لپاره د خوړو د ویشلو د پروګرام د پرمخ وړلو لپاره شپږ سوه میلیونو ډالرو ته په بیړني ډول اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG