د لاس رسي وړ اتصالات

د غنمو حاصلاتو حتی د یو من تاریاکو پیسې هم پوره نکړې – د کندهار کروندګر


عکس: ارشیف - د غنمو کرونده
عکس: ارشیف - د غنمو کرونده

په کندهار کې یو شمېر کروندګر د خپلو ځمکو د غنمو له ګټې څخه خوښ ندي او وایي هغه تمه یې چې د غنمو عوایدو ته درلوده تر لاسه نشوه.

دوی وایي دا ځکه چې یومن غنم اوس په کندهار کې د ۱۰۰ او ۷۰ افغانیو ترمنځ په عام بازار کې خرڅیږي چې حتی د کروندګرو خپل لګښت هم نشي پوره کولی.

بخت الله د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ بزګر دی، هغه وایي مخکې یې پر خپله ځمکه کوکنار کرل خو سږکال یې غنم کرلي دي ولې د حکومت د لوري هیڅ راز د بدیل معشیت مرسته ور سره نده شوې.

بخت الله چې د غنمو د حاصل په راټولولو بوخت دی خو د غنمو د حاصلاتو څخه راضی ندي وایې چې د تریاکو په کښت سره یې زیاته مالي ګټه تر لاسه کوله. نوموړی له حکومت څخه غواړي چې د اصلاح شوو تخمونو مرسته دې ورسره وکړي.

هغه وویل: " ٦جریبه ځمکه ده، موږ غنم ور باندې کرلې مخکې چې تریاک خلاص وه موږ ته یې ډیره ګټه راکوله. اوس چې تریاک بند شوي دي، غنم موږ ته د یوه من تریاکو ګټه نه راکوي. له حکومته مې غوښتنه ده چې زموږ سره د تخمونو په برخه کې همکارې وکړي."

د کندهار زراعت ریاست وايي، سږکال د غنمو زیات کښتونه سوي او ممکن د یوه من بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه ٧٠ افغانیو پورې راکښته سي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG