په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښتونو په لړ کې د هینجې کښت هم مخ په پراخېدو دی چې لامل یې ښایي د کروندګرو په وینا په نړیوال او سیمه ایز بازار کې د هینجې د حاصلاتو د پام وړ مارکېټ وي چې کولی شي د کروندګرو اقتصاد په رغولو کې رول ولوبوي
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې مارکېټ کې د غنمو تقاضا لوړه ده ځکه خو کروندګرو هم د خپلې ګټې لپاره سږکال د غنمو کښت زیات کړی دی.
په کندهار کې مالداران وایي، چې د لبنیاتو د تولیداتو په زیاتېدو سره یې د مارکېټ اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړي او د بهرنیو لبنیاتو واردات یې را کم کړي دي.
په کندهار او جنوب غربي ولایتونو کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو پر کر کیلې له بندیز وروسته، د انځرو ګڼ شمېر نوي باغونه جوړ شوي دي. یو شمېر بڼوال وایي چې د انځرو لوړ قیمت هغوی هڅولي، ترڅو دغه نوي باغونه جوړ کړي.
په تېرو څو اوونیو کې له کندهار ولایت څخه څه باندې نهه زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، دغه انار د هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.
د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر، علي احمد وایي چې د نباتي امراضو او افاتو د زیاتوالي له امله د دوی کروندې او حاصلات هر کال سخت زیان ویني. هغه زیاتوي چې د دې ستونزو له امله کروندګر د مالي تاوانونو سره مخ کېږي.
د کندهار ولایت یو شمېر کروندګر د کرنیزو خدماتو د نشتون او مارکيټ ته حاصلاتو د انتقال لپاره د امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي. دوی وایي، چې دې ستونزې اړ کړي چې خپل محصولات د مارکیټ پر ځای په ټیټه بیه په پټیو کې وپلوري.
د کندهار ولایت کروندګر بهرنیو مارکېټونو ته د سږني کال د پیازو د حاصلاتو د رسېدو له امله خوښ دي. دوی وایي چې په کور دننه او بهر مارکیټونو کې د پیازو د زیاتې غوښتنې له امله کروندګرو په پراخه کچه د پیازو کرکېلې ته مخه کړې ده.
کندهارۍ ګندنه د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې مشهوره ده او په ګڼو سیمو کې ښه مارکېټ لري. شمس الله د کندهار ولایت یو کروندګر وایي، چې د کندهار تود اقلیم د ګندنې کرکېلې لپاره مناسب دی. هغه زیاته کړه، چې د مني په وروستیو او ژمي میاشتو کې د کندهار ګندنه هغو ولایتونو ته لېږدول کېږي چې هوا یې سړه وي.
د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیله د بندیز له اعلان وروسته، کروندګرو په بېلابېلو ولایتونو کې بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده، خو دوی شکایت کوي چې د بدیلو کښتونو حاصلات د مارکېټ له اړتیا ته زیات شوي او له همدې امله په بازار کې د حاصلاتو بیې راټيټې شوې دي.
په کندهار کې کروندګر وایي، چې سږ کال د پنبې حاصلات زیات شوي خو په مارکېټ کې یې بیې بیا ټیټې دي. کروندګر سردار ولي چې پخوا یې د کوکنارو کښت کاوه، وایي په کندهار د تریاکو د بدیلو کښتونو په لړ کې اوس هڅه کوي هغه کښتونه وکري چې حاصلات یې ډير او ګټه یې هم ښه وې.
په کندهار کې کروندګرو د کوکنارو د بدیلو کښتونو په لړ کې د ګلپیو کر ته مخه کړې ده. که څه هم د ګلپیو کښت په ختیځو ولایتونو کې ډېر رواج لري، خو اوس په کندهار کې هم کرل کیږي.
په کندهار کې يو شمېر کروندګر چې پخوا به يې کوکنار کرل، اوس د سنځلو د نویو باغونو جوړولو هڅې کوي. دوی وایي که څه هم د سنځلو بڼوالي تر اوسه په زیاته اندازه په کندهار کې مروجه نده، خو د جوړیدلو لړۍ یې پیل شوې ده.
په کندهار کې کروندګر وايي، چې د طبعي آفتونو له زیانونو سربېره، د کیمیاوي سرې لوړې بیې د دوی لپاره لویه ستونزه رامنځته کړې ده چې زیات شمېر کروندګر یې د اخیستلو توان نه لري. ع
پدې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د لمرګلي د کرلو دود ډېر شوی او ډېری کروندګر د دې نبات د ترویج لپاره هڅې کوي. وحیدالله، چې په دامان ولسوالۍ کې کرونده لري، په خپله ځمکه کې لمرګلی کرلي ترڅو زړي یې په بازار کې وپلوري.
په کندهار کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د کیمیاوي سرې لوړه بیه او د باکیفیته اصلاح شویو تخمونو ته نه لاسرسی د دوی اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. دوی وايي چې د مالي امکاناتو کمښت او د کرنیزو حاصلاتو د ښه ودې لپاره د کیمیاوي سرې اړتیا، کروندګر له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
ه کندهار کې یو شمېر کروندګر وایي چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکېله له بندیز وروسته یې د دې بوټې کرکېله بنده کړې ده، خو حکومت تر اوسه د بدیل کښت او اقتصادي ملاتړ په برخه کې ورسره هېڅ مرسته نده کړې.
په کندهار کې یو شمېر کروندګر له سږني حاصلاتو څخه خوښ نه دي او شکایت کوي چې هېڅ ګټه یې نه ده کړې. د عبدالرحیم په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، چې په خپلو ځمکو کې یې ګازرې او جوار کرلي دي، خو سره له دې چې اوبه هم ډېرې وې، د حاصلاتو څخه یې هیڅ ګټه نده تر لاسه کړې.
د کندهار ابجوش ممیز چې ددې ولایت د انارو په څېر په سیمه ایزه او نړیواله کچه شهرت لري، تولیدونکي یې وایي چې د دې ممیزو لپاره مناسبه بازار موندنه اړینه ده. د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالخالق وایي، چې د ابجوش جوړولو فصل د دوی لپاره د خوښۍ موسم وي، ځکه چې دا بهیر د یوې مېلې فضا رامنځته کوي.
په کندهار کې کروندګر وایي چې سږ کال پدغه ولایت کې اوبه ډیرې دي او له همدې امله یې د ژمي د کښتونو کرکېلې له اوسه پیل کړې دي. د حمیدالله په نوم د دغه ولایت یو کروندګر وايي، چې د پیازو د کښت لپاره یې دوه جریبه ځمکه په اجاره نیولې او اوس غواړي چې د ژمي لپاره په کې پیاز وکري.
نور پورته کول