د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د هینجې د کښت د ترویج هڅې


 کندهار کې د هینجې د کښت د ترویج هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښتونو په لړ کې د هینجې کښت هم مخ په پراخېدو دی چې لامل یې ښایي د کروندګرو په وینا په نړیوال او سیمه ایز بازار کې د هینجې د حاصلاتو د پام وړ مارکېټ وي چې کولی شي د کروندګرو اقتصاد په رغولو کې رول ولوبوي

په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښتونو په لړ کې د هینجې کښت هم مخ په پراخېدو دی.

کروندګر وایي د هینجې حاصلات په نړیوال او سیمیز بازار کې د پام وړ مارکېټ لري چې د کروندګرو اقتصاد ورباندې جوړیدای شي.

د کندهار ولایت اوسیدونکي حاجي حیات الله پر خپله ځمکه د هینجې کښت ته تیاری نیسي، دی وایې د هینجې نیالګي د منځنۍ اسیا هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان څخه واردیږي چې د کیفیت په لحاظ هم ښه شهرت لري.

حاجي حیات الله زیاتوي چې د ښه کیفیت نهال ښه حاصل ورکوي او په مارکېټ‌ کې هم په ښه بیه پلورل کیږي.

هغه وویل:" دلته مو هینجه کرلي ده. د هینجې کښت ښه دی، دوی میاشتي کیږي چي موږ ځمکي ته جووی وهلي دي. اوس نهال ور اچوو."

حاجي حیات الله وایي هینجه د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل کیدای شی. د هینجې مالي ګټه لوړه ده او زیاتوي چې ښه مارکېټ هم لري.

هغه زیاته کړه:" د هینجې کښت ښه حاصل ورکوي او ښه مارکیټ هم لري په دي نهالونو کي څو رقمه دي چي سږ کال يي مارکیټ کي د یو کیلو تر ١٦ زره افغانیو پوري فروش درلودی."

د هینجې کښت د افغانستان په شمالي ولایتونو تر ډیره بریده د کروندګرو په منځ کې تقریباً عام شوی خو اوس د هینجې د کښت ترویجېدو لړۍ جنوبي او جنوب غربي ولایتونو ته هم مخ په غځېدو ده.

XS
SM
MD
LG