بدالمنان په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، چې د سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله یې د پسرلي لومړي کښتونه له منځه تللي او هیڅ حاصل یې نه دی تر لاسه کړی.
هغه زیاته کړه، چې اوس یې جوار او زردکې کرلي دي او د دې فصلونو له حاصل څخه د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو هیله لري. نوموړی همدارنګه وایی، چې د کیمیاوي سرې بیې ډیر لوړ دي چې تر ډېره بریده، کروندګر یې د پیردولو جوګه نه دي. عبدالمنان زیاتوي، تېر کال مرستندویه موسسو او حکومت له دوی سره یوه اندازه اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره مرسته وکړه، خو دغه مرستې کافي نه وې.