د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د ناوخته اورښتونو له امله د غنمو حاصلات کم وو – کروندګر


سږ کال د ناوخته اورښتونو له امله د غنمو حاصلات کم وو – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

په بلخ کې یوشمېر کروندګر وايي، د دوی هغه غنم چې د کښت د موسم په لومړیو ورځو کې کرل شوي وو، د وروستنیو غنمو په پرتله یې لږ حاصل ورکړی دی.


ددغه ولایت د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر عالم خان وايي، سږ کال له خپلو حاصلاتو څخه ښه ګټه ځکه نه شي ترلاسه کولای چې په خبره یې، له یوې خوا د ثور د میاشتې اورښتونو او طوفانونو خراب کړي دي او له بلې خوا د تهریشر‌،‌ قلبې او کیمیاوي سرو بیې ګرانې وې.

هغه زیاته کړه، وخته کرل شوي غنم، د پسرلي په موسم کې غټېږي او وږي کوي،‌ نو کله چې د ثور په میاشت کې پرې تیز اورښت او طوفانونه وشي، بیا خرابیږي او لږ حاصل ورکوي.

XS
SM
MD
LG