په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، که لا نورې دولتي ځمکې په اجاره ورکړل شي او لاسنیوی يې وشي، نو په ټوله کې د سټروسو او په ځانګړي توګه د مالټو بڼوالي به زیاته شي.
په ننګرهار ولایت کې د ګنیو یو شمېر کروندګر وايي، که د ګاڼیو او نورو اړینو وسایلو مرسته ورسره وشي، نو د دوی اقتصادي وضعیت به ښه شي. دغه کروندګر زیاتوي چې د ګنیو د سږني فصل په لومړیو کې د بازار وضعیت خراب و، خو تمه لري چې په راتلونکو میاشتو کې به ښه شي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې سبزي کرلي دي وايي، له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب مارکېټ نه شتون یې لویه ستونزه ده.
په ننګرهار کې د کانال دولتي ځمکي اجاره لروونکي کروندګر وايي، که د اوبو ستونزه يې هواره شي، نو له غنمو سربېره به نورې فصلونه هم وکري. د دې ولایت د جلال اباد ښار د خالص فامیلیو په سیمه کې، سید ملوک له کانال ریاست څخه شاو خوا شل جریبه ځمکه په اجاره نیولې او اوس مهال يې پرې غنم کرلي دي.
د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د "دوو سرکې" په سیمه کې د ګوړې ګاڼۍ لرونکي وايي، سږکال د ګوړې بازار ښه دی او له لرې ولایتونو څخه هم دلته د ګوړې د اخېستو لپاره خلک راځي.
د ننګرهار د بټي کوټ د مالټو د فارمونو حاصلات رسېدلي او ددغو مالټو یو شمېر قراردادیان وايي، که څه هم سږ کال ږلۍ د مالټو باغونه د ګلانو په وخت کې وهلي وو او ښايي د تېر کال په پرتله يې حاصلات کم وي، خو بیا هم نرخونه يې ښه دي.
په ننګرهار کې د شولو کارخانه (مېل) لرونکي وايي، له پاکستان څخه د وریجو واردولو په کور دننه وریجو پر پلور اغیز کړی دی او د وطنیو وریجو د پلور بازار د تېر کال په پرتله خراب شوی.
په ننګرهار کې د کرمو یو شمېر کروندګر وايي، چې د حاصلاتو د پلور لپاره مناسب بازار نه لري او سربېره پر دې له ګڼ شمېر ستونزو سره هم مخ دي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، کلونه وړاندې يې چې کوکنار کرل نو اقتصاد يې ور سره ښه وو، خو اوس چې د کوکنار کښت بند دی او دوی نورو بدیل کښتونو ته مخه کړې، اقتصاد یې ورسره کمزوری شوی ځکه د بدیلو کښتونو مارکیټونه هغسې ګټور نه دي.
د ننګرهار د مرکز د غوچکو سیمې یو کروندګر ګل داد، چې په خپله څوارلس جریبه ځمکه یې سرې مولۍ کرلي دي، وايي حاصلات يې اوس په نیمه بیه هم څوک نه اخلي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره دمناسب بازار له نشتوالي او دزیاتو لګښتونو له امله اندیښمن دي.د جلال اباد ښار د ۸ ناحیې اړوند د قاسم اباد سیمې یو کروندګر،محمد ادریس، وایي چې په یونیم جریب ځمکه یې ګندنه کرلې،خو د پلور لپاره بازار ته وړل شوي محصولات یې ان د لګښتونو جبران هم نه کوي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د کوکنارو کښت حرام دی او ټولنې ته زیان رسوي، نو ځکه يې نه کري. د جلال اباد ښار اوومې حوزې اړوند غوچکو سیمې اوسېدونکی عصمت الله غمشریک، امریکاغږ ته وویل:”د طالبانو په تېره واکمنۍ کې کوکنار کرل کېدل او ګټه يې هم ډېره وه، خو حرامه وه....
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، که د مارکیټ مشکل حل شي، نو هر کال به یې فصلونه ښه عاید ولري. د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار کې محمدفاروق چې په شاوخوا یو جریب ځمکه باندې د پالکو کر کړی دی وايي حاصلات يې له غنمو او نورو فصلونو ژر رسېږي او که بازار يې ښه وي نو عواید يې هم لوړ وي.
د لغمان ولایت یو شمېر کروندګر، چې د ژمي لپاره یې په خپلو ځمکو کې تور بانجان کرلي دي، د سبزیو د پلور لپاره د مناسب مارکیټ له نه شتوالي شکایت کوي. دوی وايي، د خرابو بازارونو له امله ویره لري چې کړي لګښتونه به یې هم پوره نه شي.
په ننګرهار کې د نعناع کروندګر د حاصلاتو لپاره د مناسب مارکیټ له نه شتوالي څخه شکایت کوي. کروندګر وایي د نعناع کرکیله ډېره شوې، خو د محصول لپاره مناسب مارکیټ نشته، چې د دوی اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړي دي.
په ننګرهار کې د پنبې کروندګر وايي چې د اوبو د کمښت له امله یې سږ کال نه یوازې حاصلات نیم په نیمه کم شوي، بلکې د پنبې بازارونه هم خراب دي.
د لغمان ولایت یو کروندګر محمد اسرار هیله من دی چې د شولو فصل به یې ژوند بدل کړي. نوموړي چې په درې جریبه ځمکه کې شولې کرلې دي او اوس مهال د حاصلاتو په راټولولو بوخت دی وايي، که چېرې شولې یې په ښه نرخ وپلورل شي، نو واده به وکړي.
د ننګرهار یو شمېر کروندګر د تازه سبزیو لپاره د مارکیټ له نه شتون څخه شکایت کوي او وايي چې ډېر کله کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولی.
په ننګرهار کې د ګوړې یو شمېر ګاڼۍ لروونکي وايي، که له پاکستان څخه د ګوړې واردات بند شي نو په کور دننه ګوړې ته به د ښه مارکیټ زمینه برابره شي. د دې ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی، شریف الله چې له څلورو کالو راهیسې د ګوړې ګاڼۍ لري وايي، کار يې ښه دی او خلک هم وطني ګوړه خوښوي.
نور پورته کول