نوموړی وايي، د ختیځو ولایتونو سبزي اکثراً کابل ته لېږدول کېږي، خو په دې وروستیو کې په کابل کې د سبزيو زیاتوالي له امله سرې مولۍ دوه منه په ۴۰ افغانۍ پلورل کېږي، چې دا د لارې کرایه هم نه پوره کوي. د کروندګرو په وینا، د سبزیو لپاره د بازار ستونزه نه یوازې د ختیځو ولایتونو لپاره لویه ننګونه ده، بلکې د ټول افغانستان کروندګر ورسره کلونه کېږي چې لاس او ګرېوان دي. د دې ستونزې د حل لپاره د یوې دوامدارې او پایدارې حل لارې غوښتنه کېږي.