په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، چې پخوا یې کوکنار کرل او ګټه یې ښه وه، خو د کوکنارو پر کرکیلې د طالبانو لخواد بندیز را وروسته یې د سبزیو کرکیلې ته مخه کړې. د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر زراب ګل وايي، اوس یې کړېلې کرلي، خو د پلور مشخص مارکیټ نه لري، چې لویه ستونزه یې جوړه کړې ده.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یو کروندګر، شربت خان وایي چې شاوخوا لس بیسوې ځمکه یې په اجاره نیولې او هر کال پرې سبزي کري. نوموړی وایې، چې د سبزیو کرکیله له کوکنارو څخه غوره ده، ځکه حلاله ده، خو له بده مرغه د سبزیو لپاره مناسب مارکیټ نشته چې دې خپل حاصلات هلته په مناسبه بیه وپلوري.
د لغمان په مرکز مهترلام کې بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د سرو املوکو بڼونو ښه حاصل ورکړی دی، خو د اوبو کمښت او د حاصلاتو د پلور لپاره د مارکیټ نشتوالی یې لویې ستونزې دي.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې کروندګر وايي، چې تر اوسه ورسره هیڅ مرستې نه دي شوي او تخمونه او سرې یې له بازاره په خپلو پیسو اخیستي دي. دوی وايي، که مرستې ورسره وشي نو لګښتونه به پرې کم او د دوی د فصلونو عواید به دوی ته په ګټه پاتې شي.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر بڼوال او کروندګر وايي، چې سږ کال یې حاصلات څه نا څه ښه وو، خو باغونه د ګل په وخت کې د بارانونو له امله زیانمن شوي دي. دا بڼوال دا هم وايي، چې باغونه يې د حاصل په وخت کې مرضونه کوي، خو له دوی سره دومره وس نه وي، چې په وخت ورته درمل واخلي او پرې وې شیندي.
د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کروندګر او بڼوال د اوبو بندونو د بیا جوړولو غوښتنه کوي. دوی وایي چې سیلابونو د اوبو ټول بندونه خراب کړي، چې د دوی لپاره یې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.
په جلال اباد کې کروندګر لعل محمد د لومړي ځل لپاره د ژمي د بانجانو کرلو ته زړه ښه کړی دی. دی وايي، په ازمایښتي ډول د ژمي بانجان کري ترڅو ښه حاصلات ترلاسه کړي.
د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې کروندګر وايي، چې د ګنیو فصل د نورو فصلونو په پرتله ډېر عاید ورکوي او لږ زحمت غواړي. دوی وايي، سره له دې چې په کر کیله کې د سرو او اصلاح شویو تخمونو لګښتونه موجود دي، خو بیا هم د ګټو په لحاظ دا کر کیله تر نورو پورته ده.
په ننګرهار کې د زینتي او غیر زینتي بوټو فارم لرونکي وايي چې تر پخوا یې کاروبارونه پیکه شوي دي. دا فارم لروونکي وايي، پخوا يې چې د مالټو یو بوټی تر ۱۷۰ افغانیو پلوره، خو اوس يې بیه ۵۰ او ۴۰ افغانیو ته را ټېټه شوی دی.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې د تورې تېږې په سیمه کې په یونیم جریب ځمکه کې د ناکو یو بڼوال وايي، چې سږ کال د بڼ له حاصلاتو او عوایدو څخه خوښ دی، ځکه حاصلات یې په ښه بیه پلورلي دي.
په ننګرهار کې د وریجو یو شمېر کروندګر د کیمیاوي سرو له لوړ قیمت څخه شکایت کوي. د دې ولایت د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې الف خان، چې په شاوخوا درې جریبه ځمکه کې یې د شولو کر کړی دی وايي، چې تېر کال يې د وریجو حاصلات ډېر ښه وو، خو سږ کال ښايي هغه ډول نه وي.
په ننګرهار کې یو زیات شمېر کروندګر په کرنیزو ځمکو کې د کورونو د جوړولو له امله انديښمن دي او وايي، چې د کورونو په جوړولو سره کرنیزې ځمکې مخ په را کمېدو دي او راتلونکې کې به د افغانستان کرنه له ګواښ سره مخ شي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یوه کروندګر شاو خوا اتلس جریبه ځمکه باندې کرلي فصلونه وروستي طوفان له منځه وړي دي. مجیب الله چې په شریکه د دې ځمکې کر کیله یې کوله وايي، ځمکه يې په دهقانۍ نیولې ده او پکې شولې، مۍ، جوار او نور يې کرلي و، چې اوس د حاصلاتو ټولې هیلې په سیلاب لاهو شوي دي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر د سړو خونو د نشتون څخه شکایت لري. د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد په سیمه کې د فیروز په نوم یو کروندګر، چې په یو نیم جریب ځمکه کې یې تور بانجان کرلي دي وايي، له یوې خوا سړې خونې نشته چې سبزي او میوه په کې وساتل شي او له بلې خوا د پلور لپاره يې هم مناسب مارکیټ نه شته.
په کونړ کې کروندګر په ټوله کې د سبزیو او په ځانګړې توګه د توریو له حاصلاتو خوښ دي. د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د هجرت اباد په سیمه کې حاجي خیر محمد چې په اجاره شوې ځمکه کې یې تورۍ کرلي دي، وايي، چې د غنمو او جوارو په پرتله، د توریو حاصل ډېر او د دوی د کورنۍ ورځنی ژوند پرې روان دی.
په کونړ کې د هندواڼو یو کروندګر له سږنیو حاصلاتو خوښ نه دی او وايي چې د تېر کال په پرتله یې ډېره ګټه نه ده کړې. دغه کروندګر چې د خاص کونړ ولسوالۍ د لغمانیو په سیمه کې يې په شاو خوا ۳ جریبه ځمکه باندې هندواڼې کرلي دي وايي، چې سږ کال يې د هندواڼو حاصلات بیخي کم و او لامل يې هم بې وخته بارانونه یادوي.
په لغمان کې ځینې کروندګر وايي، چې اوس دوی د کوکنارو کښت ته زړه نه ښه کوي او پرځای یې د سبزيو کرکیلې ته مخه کړې ده. پدغه ولایت کې کروندګر په دې باوري دي، چې کوکنار د ټولنې په زیان دي او سبزي له یوه پلوه حلال او ورسره يې پېر او پلور هم اسانه دی.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پنبې یو شمېرکروندګر د اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، سیند یې په خوا کې بهیږي خو د دوی کروندې اوبو ته تږې وي.
ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش پر پروسې نیوکې کوي او وايي، مرستې هغو کسانو ته رسېږي، چې واسطه او یا خپل خپلوان ولري.
ه لغمان کې د شېمله مرچو یو کروندګر وايي، که څه هم سږ کال يې حاصلات بارانونو زیانمن کړي دي، خو بیا هم د پلور بازار يې ښه دی او خوښ دی چې د دغو مرچو له کرکیلې د خپلې خوښې وړ عاید ترلاسه کوي.
نور پورته کول