د لاس رسي وړ اتصالات

سیلاب او طوفان مو ټول فصلونه یووړل – د ننګرهار کروندګر


سیلاب او طوفان مو ټول فصلونه یووړل – د ننګرهار کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یوه کروندګر شاو خوا اتلس جریبه ځمکه باندې کرلي فصلونه وروستي طوفان له منځه وړي دي. مجیب الله چې په شریکه د دې ځمکې کر کیله یې کوله وايي، ځمکه يې په دهقانۍ نیولې ده او پکې شولې، مۍ، جوار او نور يې کرلي و، چې اوس د حاصلاتو ټولې هیلې په سیلاب لاهو شوي دي.

نوموړی وايي، تخمونه يې له بل دهقان څخه په پور اخیستي و او په دې هیله مې فصلونه کرلي و، چې حاصلات به يې واخلي او له ګټې سربېره پورونه پریکړو.

دی وايي، تېر کال يې ځمکو ښه حاصلات ورکړي او سږ کال يې هم په هماغه هیله ډېره ځمکه کرلې وه، تر څو يې د کورنۍ ستونزې پرې هوارې شي.

د ننګرهار ځايي طالب چارواکو که څه د دې راپور تر جوړېدو پورې د کرنیزو ځمکو د تخریب په اړه دقیق ارقام نه دي خپاره کړي، خو تائید کړې ده، چې سلګونه جریبه ځمکه کې فصلونه د وروستي طوفان او سیلابونو له منځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG