د لاس رسي وړ اتصالات

وارداتي وریجې دې بندې شي چې خپل وطني تولیدات مو زیات شي – کروندګر


وارداتي وریجې دې بندې شي چې خپل وطني تولیدات مو زیات شي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

په ننګرهار کې د شولو کارخانه (مېل) لرونکي وايي، له پاکستان څخه د وریجو واردولو په کور دننه وریجو پر پلور اغیز کړی دی او د وطنیو وریجو د پلور بازار د تېر کال په پرتله خراب شوی.

په ننګرهار کې د شولو کارخانه (مېل) لرونکي وايي، له پاکستان څخه د وریجو واردولو په کور دننه وریجو پر پلور اغیز کړی دی او د وطنیو وریجو د پلور بازار د تېر کال په پرتله خراب شوی.

د شولو ددې کارخانې (میل) لرونکي وايي، که له بهرنیو هیوادونو په تېره بیا له پاکستان څخه په وارېدېدوونکو وریجو مالیه لوړه او یا يې ورادات کم شي نو د کورنیو وریجو پلور ته به مناسب مارکیټ پېدا شي.

د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ د تنګ توقچي په سیمه کې ضابط خان له شاو خوا ۳۰ کالو راهیسې د شولو میل لري او په خبره يې هر کال تر ۴۰ زره منو پورې شولې پخوي او بیا ترې وریجې تصفیه کوي.

ضابط خان امریکاغږ ته وویل:”نن سبا خو ریټونه له تېر کال نه لږ ټیټ شوي دي ۲۴۰ افغانیو پورې من خرڅېږي، تېر کال تر ۲۸۰ افغانیو و، زمونږ غوښتنه دا ده چې د پاکستان په وریجو باندې ټکسونه جګ شي چې هغه وریجې کمې شي او دا بازار پېدا کړي او دهقانانو ته لږ مزدوري وکړي“.

هغه وايي، ماشین يې خپل دی او له کلونو راهیسې په دغه کار زورګار بوخت دی، چې په وینا يې تر لس کاریګر هم ورسره دي او هر یوه ته د ورځې ۲۵۰ افغانۍ مزدوري ورکوي.

نوموړی وايي، شولې يې خپلې نه دي او د ننګرهار او لغمان له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو يې کروندګر ور وړي تر څو وریجې ترې تصفیه کړي.

دی وايي، له همدې لارې د ده او د څو کورنیو د نفقې چاره هم روانه ده او ورسره يې کروندګرو ته هم اسانتیا برابره کړي، چې له شولو څخه وریجې جلا او بازار ته د پلور لپاره برابرې شي.

ضابط خان وايي: ”دا په یو سیزن کې مونږ څلور یا پینځه خرواره شوله تصفیه کوو، جلال اباد ته يې لېږو، پکتتیا، کابل او ډېرو نورو ولایتونو ته يې لېږو“.

د هغه د معلوماتو له مخې، چې ننګرهار او په ځانګړې توګه بهسودو او ورڅېرمه ولسوالۍ چې اوبه ډېرې لري تر ډېره بریده يې کروندګر شولې کري، ځکه تر نورو فصلونو حاصلات ښه او عواید يې زیات وي.

XS
SM
MD
LG