که د یو فصل ګټه زیاته هم وي خو چې حرامه وي دا ښه کار نه دی، نو مونږ ځکه سبزي او حلال کښتونه کرو.”
نوموړی همدارنګه شکایت کوي چې د سبزیو حاصلات سږ کال ښه نه وو او مارکیټ يې هم کمزوری و، چې له امله يې تاوان کړی. دی وايي: ”مونږ ته باید اصلاح شوي تخمونه، سرې او درمل را کړل شي. همدا راز مونږ غوښتنه کوو چې شنې خونې جوړې شي تر څو زمونږ حاصلات پکې وساتل شي. ”
د ټول ختیځ په کچه د سړو خونو جوړېدل او له کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ترڅنګ د سبزیو لپاره د مناسب مارکیټ غوښتنه هغه ده، چې هر مهال مطرح کېږي.