د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په کمپاین کې د ګرځنده ټیمونو رغنده رول


د بغلان ولايت د پوليو مسؤولین وايي، چې د پولیو واکسین ګرځنده ټيمونو له کمپاین وروسته هم د هغو سيمو ماشومان واکسين کړي، چې د عامه پوهاوي کچه یې ټیټه وه.

د دوی په وینا، دا ګرځنده ټیمونه چې اوس مهال د لریو پرتو سیمو د ماشومانو په واکسینولو بوخت دي، د پولیو پراخ پوښښ لپاره ډیر مؤثر تمام شوي او ښايي دا لړۍ دوام پېدا کړي.

د واکسیناتورانو دا کاري ډله هغه لیرې پرتو سیمو ته سفر کوي چیرې چې خلک د ګوزڼ واکسین په اړه لازم پوهاوی نلري.

دوی ماشومانو ته د واکسین کولو نه مخکې، کورنیو ته د پولیو او واکسین په اړه مالومات ورکوي او ورته یادونه کوي چې کم عمره ماشومان څومره ژر د پولیو ښکار کیږي.

حسین خېل چې له تېرو څو کلونو راهیسې په بغلان کې د پولیو په بهیر کې کار کوي، امریکا غږ ته وویل: "موږ ټولو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د پولیو واکسین ورکوو. د تېرو کلونو په پرتله اوس د خلکو لېوالتيا ډېره شوې ده، خو مونږه له سپين ږېرو، مشرانو، ښوونکو او د جوماتونو له ملا امامانو هیله کوو ترڅو نور هم عامه پوهاوی خلکو ته ورکړي."

د نومړي په وینا، پرکلیو او بانډو کې پر دیوال دا ځړیدلې بنر او هغه انځور چې د ماشوم پښه او لاس پکې د ګوزڼ ناروغۍ له امله فلج شوي دي، د سیمو اوسېدونکو لپاره یو ښه پیغام وړاندې کوي.

دغه واکسیناتوران وایي چې کورنۍ باید په دې پوه شي چې د پولیو ویروس درملنه نه لري.

حسین خېل زیاته کړه: "عامه پوهاوی د همدې لپاره ورکول کیږي چې هغه څوک چې اګاهي نلري، د واکسین په ګټو پوه شي، ترڅو ټولنه کې ټولو له پنځو کلونو ټيټ عمره ماشومانو ته واکسین تطبيق شي، او خدای مکړه د پوليو پر مرض اخته نه شي."

د ګرځنده ټیمونو بل غړی، عید محمد مرادي وایي چې اوس خلک د ګوزڼ ضد واکسین ته لیواله دي ځکه له دې ناروغۍ ویره لري، نو روغتیایي ادارې باید د پولیو ویروس د محوه کولو په برخه کې ګړندي قدمونه واخلي. همداراز بغلان کې روغتیایي چارواکي زیاتوي چې د پولیو ویروس محوه کولو ته نږدې شوي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول، فیصل احمدزی په خپلو خبرو کې وویل: " تر ډېره حده اوس خلک واکسین اخیستلو ته ليواله دي، ځکه عامه پوهاوی د تلويزيون، راډيو، علماو او نورو برنامو له لارې ورځ تر بلې ډيريږي."

نوموړي زیاته کړه، همدارنګه مونږ د يونيسف د محترمې ادارې له لارې هم امامانو، د ګذر وکیلانو او ډاکټرانو ته زده کړې ورکړې دي او د هغو لرو پرتو کلیو مشران مو هم رابللي او ورته مو لازم مالومات ورکړي دي.

ښاغلي احمدزي له چارواکو وغوښتل چې د ګرځنده ټیمونو شمېر دې زیات کړي او کاري موده دې وغځول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG