د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۳۰٪ افغان ماشومان په مختلفو کچو د لوږې د بحران سره مخ دي ـ راپور


ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله به د جون تر میاشتې افغانانو سره د ځینو توکو مرستې بندې شي. (عکس ارشیف)
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله به د جون تر میاشتې افغانانو سره د ځینو توکو مرستې بندې شي. (عکس ارشیف)

د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) په افغانستان کې وروستیو سیلابونو، وچکالۍ او د ایران او پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ستنیدلو بهیر ته په پاملرنې ویلي چې سږکال به په دغه هیواد کې شپږ نیم میلیون افغان ماشومان یا د هرو لسو ماشومانو څخه نږدې درې ماشومان د بحران ترکچې د لوږې سره مخ شي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۷( جوزا اووم) په یو راپور کې په نړۍ کې د لوږې د څارنې د ادارې د اټکل له مخې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبرد میاشتې څخه وړاندې به ۲۸ فیصده یا ۱۲.۴ میلیونه افغانان د لوږې د بیړنۍ تر کچې او د خوړو د سخت نه خوندیتوب سره چې د قحطۍ د کچې یوه درجه ښکته حالت دی مخ شي.

په دې راپور کې ویل شوي: "شمیرنې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د راپور پر نسبت یو لږ ښه والی ښيي، خو د لوږې څخه له هرو دوو افغانانو څخه د یو د اغیزمن کیدو له امله د مرستو د دوام اړتیا یادونه کوي".

افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې د مۍ په روانه میاشت کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې موسمي بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له ۴۰۰ څخه زیات کسان مړه کړي، په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړي اوکرهڼیزې ځمکې یې په خټو بدلې کړي دي.

دغې ادارې د بغلان په ولایت کې سیلاب ځپلو لپاره د یو ګرځنده کلینک د چمتو کولو یادونه هم کړې او ویلي دي چې په دې کلینک کې نارینه او ښځینه ډاکټران د روحي ناروغیو په ګډون ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په دې راپور کې ویل شوي:" په سیلاب ځپلو سیمو کې ماشومان د څښلو پاکو اوبو ته محدود لاس رسی لري چې ځینو یې روغتیايي ټیمونوته د خیټې د ناروغۍ په اړه راپور ورکړی دی".

افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۲.۹ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

افغانستان لپاره ددغې ادارې د دفتررئیس ارشاد ملک ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو له اوو زرو څخه زیاتو یې درملنه شوې ده.

په دې راپور کې د سختې لوږې سره د مخ ماشومانو د وضعیت د یو څه ښه کیدو علت د بشري مرستو او د حاصلاتو د ښه کیدو له امله ګڼلی، خو په راپور کې ویل شوي چې د بودیجې د کموالي له امله به سږکال د خوراکي توکو مرستې کمې شي.

همداشان په دې راپور کې له پاکستان څخه د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې افغانستان ته ۵۵۷ زره افغان کډوالو د ستنیدلو یادونه شوې او ویل شوي چې ددغو ټولو ستنو شویو نیمايي یې ماشومان دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې په افغانستان کې خوراکي توکو ته د اړتیا د زیاتیدو په اړه دا پور په داسې حال کې خپور کړی چې ملګرو ملتونو له وړاندې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې بودیجې د یوې اندازې د چمتو کولو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د تغذیي نړیواله ورځ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۸ (جوزا اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې ددغه شمیر یوازې د ۱.۳ میلیونو ماشومانو ته به مرستې برابرې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي:" په تیر ۲۰۲۳ کال کې د مرستو د کمیدو وروسته په کلینکونو په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د بستر کیدو شاهد وو".

د خوړو د نړیوال پروګرام د وینا له مخې بشري مرستو په برخه کې د بودیجې کمښت او د مالي بحران څخه زیات زیان ماشومانو ته رسیږي.

د مۍ د میاشتې ۲۸ په نړۍ کې د تغذیه د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې پورې مرستو ته اړو افغانانو سره د ځینو امدادي توکو د بندیدلو په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی وو.

اوچا د مۍ پنځمه ( غوايي ۱۶‌مه) په یو راپور کې ویلي چې مرستو ته اړو افغانانو سره د اپریل او د جون د میاشتو ترمنځ د سرپناه، روغتیا، خوراکي توکو، تغذیه، ساتنې، زده کړو په ګډون د مرستې چمتو کولو ځینې پروګرامونه د بندیدو د ګواښ سره مخ دي.

د اوچا د معلوماتو پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل له میاشتې څخه د جون تر میاشتې ۶.۹ میلیونو ډالرو ته د زده کړو ، ۱۲.۷ میلیونو ډالرته د بیړنۍ سرپناه د برابرولو ۵۴.۲ میلیونو ډالرو ته د خوړو د خوندیتوب، ۹.۹ میلیونه ډالرو ته د روغتیا او ۳۶.۳ میلیونو نورو ډالرو ته د تغذیې په برخه کې اړتیا ده ترڅو مرستو ته اړو افغانانو ته مرستې برابرې شي.

همداشان اوچا ویلي چې په نورو برخو لکه د ماشومانو د ساتنې، د څښلو پاکو اوبو د برابرولو، حفظ الصحې او نورو برخو کې هم د ملګري ملتونو ادارې د بودیجې د کمښت سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG