د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سختو سیلابونو بشري اړتیاوې لا زیاتې کړي – مرستې رسونې ادارې


عکس: ارشیف - افغانستان کې سیلابونه
عکس: ارشیف - افغانستان کې سیلابونه

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (IFRC) ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله په دغه هیواد کې چې له وړاندې د خلکو بشري اړتیاوې ډیرې زیاتې دي سیلاب ځپلو ته د مرستو د چمتوکولو لپاره د بیړني غبرګون د کچې ارزونه کوي.

دغه فدراسیون ویلي چې د پسرلي په موسم کې په غیرمعمول ډول د سختو بارانونو د اورښت او ورسره سم د سیلابونو د راوتلو له امله د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه ځپلي دي، چې یوازې د بغلان په ولایت کې تراوسه د ۲۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

همداشان د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون ویلي چې دغو سیلابونو د زرګورنو کسانو کورونه په اوبو لاهو کړي، چې له امله یې اوس هغوی بې کوره شوي دي.

ددغه سازمان د راپور پر اساس د افغاني سرې میاشتې د ټولنې رضاکاران د مرستې رسونې او ژغورنې په لومړینو رضاکارانو کې شامل وو چې د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې دانګلي او سړي، ښځې او ماشومان یې د سیلاب څخه ژغورلي او خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

همداشان دغو رضاکارانو سیلاب ځپلو ته چې د سیلاب څخه په تیښته کې وو، ګرم خواړه او د ویده کیدلو لپاره وسایل چمتو کړي دي.

دغه فدراسیون ویلي: "د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره اوږه په اوږه کار کوي او د پایتخت څخه (کابل) اضافي د لومړني اړتیا وړ توکي هم برابر کړي دي ".

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون د معلوماتو پر اساس افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکي سیلاب ځپلو ته د خوړو چمتو کولو او د سیلابونو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د موقتي سرپناه برابرولو او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ نورې مرستې هم برابرې کړي دي.

دغه فدراسیون ویلي: "دا وروستی ناورین په داسې وخت کې راپیښ شوی چې افغانستان له وړاندې په نړۍ کې یو ترټولو ستر بشري ناورین سره مخ دی او ددغه هیواد اوسیدونکي په ډیر مشکل ډول د دغه بشري ناورین سره د مقابلې هڅې کوي".

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون په دغه راپور کې ددغه فدراسیون د افغنستان د دفتر د رئیس له قوله ویلي: "په افغانستان کې د خلکو د کړاونو د کچې معلومول په کلیماتو کې نه ځایږي. زمونږ بیړنی غبرګون به د ژوند د ژغورني په اړتیاو باندې متمرکز اوسي، پداسې حال کې چې د ځپل شویو کورنیو څخه ملاتړ د ژر بیا رغونې د هڅو په پیل کې په چټک ډول د وضعیت سره د مقابلې لپاره او د لومړني ځواب ورکوونکو په توګه د راتلوونکي ناورین پر وړاندې ښه چمتوالی دی".

دغه فدراسیون د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغاني سري میاشتې د رئیس مولوي مطیع الحق خالص له قوله ویلي، چې دا نوي ناروین پر افغانستان باندې نور فشار هم زیات کړی دی.

هغه ویلي چې د سرې میاشتې د ټولنې رضاکاران لومړي کسان و چې په صحنه کې یې حضور درلود او د سیمې او هم د خلکو د اړتیا په اړه یې ښه پوهه لرله.

هغه ویلي: "اوس مهال زمونږ تمرکز دا ډاډ ترلاسه کول دي چې هرڅومره ژر چې کیږي چې قربانیانو څخه ملاتړ وکړو او په ټول هیواد کې د سیلاب ځپلو اړتیاو کچې ته په پاملرنې او کیدای شي ددې څخه هم خلک د ناسم وضعیت سره مخ شي. زیات شمیر سیلاب ځپلي ډیر زیات غربیان دي او هغوی به مرستو او ملاتړ ته سترګې په لار اوسي".

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون په بیړني ډول سیلاب ځپلو سره په نړیواله کچه د مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده او ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ په څلورمه دغه فدراسیون ۷۵۰ زره سویسي فرانک د سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.

خو دغه فدراسیون ویلي چې د دوي د مرستې رسونې عملیات د ۲۵ ولایتونو څخه چې سیلابونو ځپلي یوازې په ۱۱ کې چې د بغلان ولایت هم په کې نه دی شامل روان دي.

دغه فدراسیون سیلاب ځپلو سره د نورو مرستو ترڅنګ د موقتي سرپناه او د روغتیايي خدمتونو د برابولو په برخو کې په مرستو باندې ټینګار کړی دی او ویلي چې د بارانونو وروسته هوا هم سړه شوې ده.

دغه فدراسیون د نړیوالې ټولنې څخه د سیلاب ځپلو سره د مرستې د برابرولو لپاره په بیړني توګه د پنځه میلیونو فرانکو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG