د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: نړیوالې مرستې دې د افغانانو د لومړیتوبونو له مخې تنظیم شي


عکس: ارشبف
عکس: ارشبف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د ادارو سره د طالبانو د حکومت د ادارو د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې نړیوالې مرستې باید د افغانانو د اړتیاو او ددغه حکومت د لومړیتوبونو پراساس ترسره شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه د طالبانو د حکومتي ادارو او د ملګرو ملتونو د ادارو د چارواکو ترمنځ په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو د اړتیاو او ددغه حکومت د لومړیتوبونو، په تیر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د مرستو او ددغې ټولنې د راتلوونکو پروګرامو په تړاو د بحث لپاره په کابل کې جوړه شوې وه.

مولوي متقي ددې غونډې برخه والو ته ویلي چې"په افغانستان کې د جګړې د پاې ته رسیدلو وروسته" اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې ټولې هڅې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغونې لورې ته متمرکزې شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې چې ددې باوجود چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې افغانستان د اقتصادي پرمختګ او پر خپل ځان بسیا کیدو په لور بوځي، خو په دې برخه کې دا حکومت د ګڼو ننګونو سره مخ دی.

امیرخان متقي د څلوېښت کلنې جګړې له کبله د ويجاړ اقتصاد، سوونو زرو کونډو او يتيمانو او معلولينو، په ګاونډيو هيوادونو کې ميليونونو مهاجرينو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، ميليونونو معتادينو، په ماينونو او ناچاودو مهماتو د هيواد د يوې لويې برخې ککړتيا او په نورو بڼه اوښتو زيانونو جبيره کول او پرله پسې وچکالۍ، زلزلو، سيلابونو، اقليمي بدلون او نورو طبيعي ناورينونو پر وړاندې غبرګون له پاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي، او په لنډ مهال کې نړيوالو مرستو ته اړتيا پر خپل ځای پاتې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لنډ مهاله مرستو باندې ټینګار کړی: " له نړيوالو مرستو څخه د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده چې د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددغې خبرپاڼې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶( ثور۲۷) یې خپره کړې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسؤول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي له قوله ویلي چې ملګري ملتونه پر دې کار کوي چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي او هغه ساحې يې په ګوته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستې به پر هغو تمرکز کوي".

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د خلکو د اړتیاو او دغه حکومت د لومړیتوبونو پر اساس د نړیوالو مرستو په تنظیم باندې ټینګار کړی چې په دې وروستیو ورځو کې سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنې نړیوال فدراسیون د افغانستان د وضعیت د لا خرابیدو خبرداری ورکړی او د بشري مرستو د بڼې او د مرستې رسونې د چارو مدیریت ته يې په بیړني ډول د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

دغه فدراسیون د مې درییم (ثور۱۴) په یو راپور کې ویلي چې په دې برخه کې په ژور ډول د بشري مرستو بهیر ته د بیا کتنې پرته به په افغانستان کې په دوامدار ډول د بحران د عواملو د ریښو ایستل ممکن نه اوسي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې ډیرې کمې شوي دي.

ملګروملتونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره ددې کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې، خو د اپریل تر میاشتې ددغې بودیجې یوازې شپږ فیصده یې د نړیوالې ټولنې له خوا برابره شوې وه.

د ملګرو ملتونو د طرحې له مخې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان د نفوس نیمايي یې په یو ډول بشري مرستو ته اړتیا ولري

خو دغې ادارې ویلي چې د غوښتل شویو پیسو باندې به ۱۷.۳ میلیونو وګړو ته بشري مرستې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG