د لاس رسي وړ اتصالات

چاپیریال نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو پر افغانستان د اقلیم اغیزو په اړه خبرداری ورکړی


د جون د میاشتې د پنځمه د چاپیریال د نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د "یوناما" مشرې روزا اوتنبایووا ددغه هیواد خلکو ته د چآپیریال د ناسمو اغیزو څخه د پیښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ جون پنځم( جوزا ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې په افغانستان کې وروستیو سختو سیلابونو ته په اشارې ویلي چې دغو سیلابونو د کورونو،زیربناو، کرهڼیزو ځمکو په ګډون هرڅه یې چې مخ ته ورغلي له منځه وړي او لږ ترلږه ۲۰ زره کسان یې بې کوره کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ویلي چې د ملګرو ملتونو او د همکارو ادارو له خوا تراوسه لس زره سیلاب ځپلو سره د خوړو او کرهڼې او هم ۲۵۰۰ تنو سره د سرپناه د برابرولو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې مرستې شوي دي.

میرمن اوتنبایووا ویلي:" دغه ناورین یو ځل بیا د اقلیم د بدلون پر وړاندې ددغه هیواد [افغانستان] زیانمن کیدل د نړۍ د یو زیانمنوونکي هیواد په توګه وښوده او مونږ ته د اړتیاو او مخکې له مخکې اقداماتو ترسره کیدو په اړه خبرداری راکوي".

د یوناما د مشرې د وینا له مخې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې او د نه پرمختګ له امله د چاپیریال د تخریب شاهدان یو چې دغه هیواد ته د زیان د رسیدلو سبب کیږي".

د جون د میاشتې پنځمه په نړۍ کې د چاپیریال د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. سږکال ددې ورځې د نمانځلو پر مهال د " ځمکې د احیا، ځمکې د دښتې کیدو مخنیوي او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت " اړوندو مسلو باندې تمرکز کیږي.

ملګري ملتونه په دې باور دي چې د ځمکې د ژغورنې او احیا کیدل کولی شي د ځمکې د تدریجي تخریب، وچکالۍ او پر دښته د ځمکې د بدلیدو حالت بدل کړي.

میرمن اوتنبایووا وویل:" مونږ په ټول افغانستان کې د بشري ټولنو لپاره د ځنګلونو د احیا کیدو، د منابعو ښه کیدلو او مدیریت، د تلپاتې کرهڼې وده او د زیربناو په برخه کې پانګونې سره مرسته کوو".

د یوناما مشرې وویل چې تیرکال ملګرو ملتونو په ټول افغانستان کې ۱.۶ میلیونه نیالګې کښینولي او ۱۷۸ زره هکتاره ځمکه یې بیرته حاصل خیزه کړې ده.

میرمن اوتنبایووا وویل:" مونږ د افغانستان د بې ساري او ښکلي چاپیریال څخه په ټول دغه هیواد کې په نړیواله کچه ملاتړ کوو او غواړو چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان د اقلیم د بدلون د اغیزو د یو قرباني هیواد په توګه په نړیواله کچه یاد شي".

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت تر کنټرولاندې د چاپیریال د ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیزالرحمان په کابل کې د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او دا ملاتړ یې د افغانان حق وګڼه.

هغه وویل چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې هیڅ ډول ونډه نلري، خو د نورو هیوادونو پرتله ترټولو زیات د اقلیم د اغیزو د ګواښونو لاندې دی.

هغه وویل چې د اقلیم د اغیزو د ګواښونو سره د مبارزې لپاره دې هغه پروژې چې خڼدول شوي بیرته له سره پیل شي.

په عین حال کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي معین زین العابدین عابد د اقلیم بدلون مسله د یوې بشري مسلې په توګه یاده کړه او ټینګار يې وکړ چې په کار نه دي دې مسلې سره سیاسي چلند وشي.

ښاغلي عابد هم په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمیدو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د اغیزو څخه زیات زیان سرمخ دی او ددغو اغیزو د مخنیوی لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG