د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: نړۍ دې پر افغان ماشومانو باندې اقلیم د اغیزو کمیدو لپاره خپله پانګونه دوه چنده کړي


ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ اداره یونیسف وايي بشرپاله ټولنه باید افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلو ناورینونو ته خپل ځانونه چمتو کړي.
ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ اداره یونیسف وايي بشرپاله ټولنه باید افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلو ناورینونو ته خپل ځانونه چمتو کړي.

یونیسف په افغانستان کې په سیلابونو کې ماشومانو ته ورپیښو خطرونو ته په پاملرنې په دغه هیواد کې طبیعي ناورینونو پر وړاندې د چمتوالي او د اقلیم بدلون د اغیزو انعطاف په برخه کې د پانګونې د زیاتیدو غوښتنه کړې او ویلي دي چې دا وروستي سیلابونه راتلوونکې کې اقلیمي زیانونو په اړه یو جدي خبرداری دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې" یونیسف" د دوشنبې په ورځ، جون درېیمه (غبرګولي ۱۴مه) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د بغلان، بدخشان او د غور په ولایتونو کې په سیلابونو کې په لسګونو زره ماشومان اغیزمن شوي دي.

یونیسف په دې راپور کې ویلي:" په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سختې هوا موجودیت په دغه هیواد کې د اقلیم د بحران د پراخیتدو د ټولو مشخصاتو ښکاروندینه کوي – ځینو اغیزمنو شویو سیمو تیرکال وچکالي تجربه کړې وه."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د راپورونو له مخې ویلي چې په افغانستان کې د سختې هوا شتون د ناورین د کچې د پراخیدو سبب شوی چې په پایله کې یې افغانانو ته د ځان او مال زیات زیان د اوړیدو سربیره د زیربناو د ویجاړیدو لامل هم شوی دی.

د افغانستان لپاره د یونیسف د ادارې رئیس تاج الدین اویوالي ویلي:" نړیواله ټولنه باید د خلکو او ټولنو څخه د ملاتړ او پر ماشومانو باندې د اقلیم د اغیزو د کمیدو لپاره خپلې هڅې دوه چنده زیاتې کړي. په ورته وخت کې یونیسف او بشرپاله ټولنه باید د نوي واقعیت سره چې د اقلیم اړوند ناورین دی خپل ځانونه چمتو کړي."

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د سختې هوا په وضعیت کې زیاتوالی یونیسف او د بشري مرستو نورو بنسټونو ته دا اړتیا په ګوته کوي چې د پراخه بشري اړتیاو لپاره په چټک ډول هڅې زیاتې کړي. خو دا اداره وايي چې دا کار یوازې هغه مهال کیدلی شي چې د چمتوالي اقدامات پیاوړي شي لکه له وړاندې په زیاته اندازه د بیړنو مرستو ځای پرځای کولو او د شریکانو سره د همغږۍ د پیاوړي کیدو له لارې ترسره کیدلی شي.

یونیسف ویلي چې وروستیو سیلابونو لږترلږه د دولس ماشومانو په ګډون د نږدې ۳۵۰ افغانانو ژوند اخیستی دی. اوه زره او ۸۰۰ کورونه یا ویجاړ شوي او یا هم ورته زیان رسیدلی او له پنځه زرو څخه زیاتې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې سیلاب ځپلو کورنیو ته یې د څښلو پاکو اوبو، د حفظ الصحې د کڅوړو، صابون په ګډون د کورنیو د اړتیا وړ روغتیايي توکي ویشلي او هم یې کورنیو غړو ته د لاسونو د وینځلو په ګډون د څښلو د پاکو اوبه د ذخیره کولو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

ددې ترڅنګ یونیسف ګرځنده روغتیايي او د تغذيي ټیمونه هم د سیلاب ځپلو د درملنې او هغوی ته ګرمي جامي، کمپلې او د پخلي لپاره لوښي برابر کړي او هم یې سیلاب ځپلو ته چې په سیلابونو کې یې هرڅه له لاسه ورکړي نغدې پیسې برابرې کړي دي.

د اقلیم تر ګواښ لاندې د ماشومانو د ۲۰۲۱ کال د شاخص له مخې افغانستان د نړۍ په ۱۶۳ هیوادونو کې ۱۵ ځای لري.

یونسیف وايي دا په دې معنی دی چې دا هیواد نه یوازې د اقلیم او چاپیرال په برخه کې د ټکانونو سره مخ دی، بلکې افغان ماشومان د نړۍ د نورو برخو پرتله ډیر زیانمنوونکي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون تر سختو اغیزو لاندې دي.

سیلاب ځپلو سره بودیجې ته اړتیا

د بلې خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو ایف پي" په افغانستان کې د وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې د چمتو کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۱۴.۵ میلیونو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ، جون درېیمه ( غبرګولي ۱۴مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه پروګرام سیلاب ځپلو سیمو کې تراوسه ۶۵ زرو کسانو ته مرستې برابرې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي:" تر راتلوونکو اوو میاشتو سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې او د معیشت په برخه کې بیرته په خپلو پښو د دریدلو لپاره مونږ ۱۴.۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو."

د تیرې مۍ میاشتې د لسمې نېټې وروسته د افغانستان په یو شمیر شمالي او لویدیځو ولایتونو کې سیلابونو نه یوازې خلکو ته د سر زیانونه اړولي، بلکې زرګونه کورونه یې هم ویجاړ کړي او د خلکو کرهڼیز محصولات یې له منځه وړي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې حالت د قحطۍ د کچې یو څه ټیټ حالت ته ورته دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG