د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې تر ۲۰۳۰ پورې ښایي وچکالي په یو عادي حالت بدله شي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په افغانستان کې د څو نورو کلنو لپاره د وچکالۍ د وضعیت د دوام د احتمال په اړه په یو راپور کې ویلي دا هیواد د اقلیم د بدلون د اغیزو پر وړاندې په نړۍ کې یو تر ټولو اغیزمن هیواد دی چې پایلې به یې افغانانو ته زیان لرونکي اوسي.

اوچا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د مۍ ۱۶ ( ثور۲۷) په دغه راپور کې ویلي چې د نوتردام د نړیوال تطابق د شاخص له مخې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون څخه د اغیزمنو هیوادونو او ددغو اغیزو پروړاندې د ډیرو کم چمتوالي لرونکو هیوادونو په لسیت کې شپږم هیواد دی او اوسمهال د اقلیم د بدلون په شاخص کې اتم ځای لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۱۹۵۱ او ۲۰۱۹ کلنو ترمنځ په اوسط ډول افغانستان کې حرارت درجه شاوخوا ۱.۸ درجې ساتني ګراده زیاتوالی موندلی چې د نړۍ د اوسط درجې نږدې دوه درجې زیات دی.

اوچا ویلي: " د اقلیم د بدلون د موډلونو پر اساس تمه کیږي چې په راتلوونکی کې افغانستان کې په کال کې د ګرمۍ اوسط د نړۍ د ګرمۍ د اوسط څخه زیات اوسي چې په پایله کې یې به د وچکالۍ خطر او د کلنۍ وچکالۍ اغیزې ددغه هیواد په ډیرو سیمو کې احتمالا د ۲۰۳۰ کال پورې په یو عادي حالت باندې بدلې شي".

په دې راپور کې ویل شوي چې په عین وخت کې د هوا وضعیت غیر منظم شوی او د ال نینو نمونو ته په پاملرنې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو او د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې تمه دا وه چې په دغه موده کې به د واورې او باران اړین اورښت ترسره شي، خو افغانستان یوه ګرمه او وچه هوا تجربه کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ترمیاشتې پر وخت د اورښت کمبود د ۱۰ او ۵۵ فیصدو پورې وو، لکه چې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د اورښت کچه ډیره کمه او شمال او جنوب ختیځ ورڅخه کم اغیزمن شوی دی.

ددغه راپور له مخې د ژمي د للمي غنمو د کښت سیمې په ځانګړي ډول بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هرات، جوزجان، کندز، سنمګان او سرپل ولایتونه د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي، خو برعکس د زڼې لرونکو میوو د ونو غوټۍ په لومړي درجه کې بادام کیدای شي په شمالي، شمال ختیځ او مرکزي سیمو کې د پسرلي د سړې هوا تر اغیز لاندې راشي.

همداشان د ملګرو ملتونو د کرهڼې او خوړو د سازمان ددې راپور له مخې افغانستان کې سږکال د تیر۲۰۲۳ کال پرتله د للمي کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی چې دا کولی شي ۹۰ فیصده افغانان چې په کلیوالو سیمو کې اوسیږي او تر ډیره د کرهڼیزو توکو څخه عاید ترلاسه کوي زیانمن کړي.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د سختو اقلیمي بدلونونو له امله بشرپاله ټیمونو د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې پریکړه وکړه چې په راتلوونکو میاشتو کې د هوا حالات په جدي ډول وڅیړي ترڅو په دغه هیواد کې د وچکالۍ شرایط وڅیړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG