د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دپلوماتیکو استازولیو افغان پناه غوښتونکو ته د پاملرنې غوښتنه کړې


ملګري ملتونه وايي چې افغان کډوال د شمیر له پلوه په نړۍ کې په درېیمه درجه کې ځای لري.
ملګري ملتونه وايي چې افغان کډوال د شمیر له پلوه په نړۍ کې په درېیمه درجه کې ځای لري.

د جون د میاشتې شلمه د کډوالو نړیوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان دپلوماتیکو او قنسولي استازولیو په یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو وضعیت ته دي پاملرنه وکړي.

دغو استازولیو چې دپلوماتان یې د پخواني جمهوري رژیم له خوا ګمارل شوي د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (جوزا۳۱) په یوه اعلامیه کې د افغان پناه غوښتوونکو او کډوالو پر وضعیت باندې د ژورې اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په زرګونو افغانان د طالبانو د سختو ځپوونکو اقداماتو، ځورني او بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د ټولو کوربنو هیوادونو څخه افغانانو ته د دوامداره ملاتړ د برابرولو له امله د زړه د کومې مننه کوو. په عین وخت کې مونږ له هیوادونو غواړو چې د کډوالو او پناه غوښتوونکو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې دې خپلې هڅې لا زیاتې کړي. په دې کې د بیرته نه ستنیدلو د اصل ساتل او د جبري بیرته ستنیدلو او ترګواښ لاندې کسانو نه ستنول هم شامل دي".

همداشان د افغانستان دپلوماتیکو او قنسولي استازولیو د کوربنو هیوادونو څخه غوښتي چې د بشري حقونو د مدافعانو، فعالانو او تر ګواښ لاندې د نورو کسانو د ساتنې لپاره دې چې د پناه اخیستلو په لټه کې دي، د خوندي لارو د بیا مشتیدو په برخه کې اسانتیاوې، د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د بهیر چټکیدو او د کار او کسب او د زده کړو د بورسونو له لارې د هغوی مالي امنیت لپاره اقدامات ترسره کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "ددې ټکي درکول ډیر اړین دي چې په افغانستان کې د یو پراخه او نماینده سیستم د شتون پرته چې د دغه هیواد د ټولو خلکو حقونه او اساسي خدمتونه تضمین کړي د کډوالو د مخنیوي لپاره هڅې به همدارنګه د ګواښونو سره مخ وي".

د جون د میاشتې شلمه په نړۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي. سږکال ملګري ملتونه دا ورځ د کډوالو سره د پیوستون او کډوالو ته د ښه راغلاست ترنامه لاندې نمانځي.

د ملکرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش د دغې ورځې سره هم مهاله له هیوادونو غوښتي چې خپل سرحدونه دې د کډوالو پرمخ پرانیځي.

ملګري ملتونه وايي چې افغان کډوال د شمیر له پلوه په نړۍ کې په درېیمه درجه کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال په ایران او پاکستان کې ۷.۴۲ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ۱.۶ میلیونه یې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو هیوادونو ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې د شمیر له مخې ویلي چې درې میلیونه ۷۵۲ زره افغان کډوال په ایران کې او دوه میلیونه او ۴۹ زره نور پاکستان کې ثبت شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې ددغه شمیر سربیره یو میلیون نور افغان کډوال د ۲۰۲۱ کال وروسته ایران او ۶۰۰ زره نور پاکستان ته کډه شوي دي. همداشان یواین ایچ سي ار ویلي چې په اوزبیکستان کې ۹۴۰۰، تاجیکستان کې ۸۵۰۰ او په ترکمنستان کې هم ۳۶۰۰ افغان کډوال ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG