د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وچکالي د افغانانو د ژوند بیلابیلې برخې ګواښي – راپور


په سویس کې د یوڅیړنیز بنسټ د یو راپور له مخې افغانستان د ۱۹۶۹ کال راپدیخوا اته سترې وچکالۍ تجربه کړي دي.
په سویس کې د یوڅیړنیز بنسټ د یو راپور له مخې افغانستان د ۱۹۶۹ کال راپدیخوا اته سترې وچکالۍ تجربه کړي دي.

په سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې د بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ په یو راپور کې په افغانستان کې د ژوند پر ټولو برخو د وچکالۍ د پراخه اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه بنسټ ویلي چې وچکالي په افغانستان کې د معیشت منابع او په ځانګړي ډول خواړه او اوبو ته لاس رسی ګواښوي چې ورسره یې په دغه هیواد کې د بې ځایه کیدو، روغتیا، ساتنې، امنیت او ثبات په اړه اندیښنې هم زیږولي دي.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ څلورم (چنګاښ ۱۴) خپور شوی په کې اټکل شوې چې په روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په دې راپور کې ویل شوي چې وچکالي د میلیونونو افغانانو په ځانګړي ډول په شمالي، شمال لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې کرهڼه، د خوړو خوندیتوب او معیشت ګواښي چې د شاخص له مخې د افغانستان د وچکالۍ شدت نږدې ددغه هیواد نیمايي ولسوالۍ د "لوړ خطر" په توګه او د"زیات خطر" په توګه درجه بندې کړي دي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو د کښت د بندیدلو د پریکړې وروسته د غنمو او نورو توکو کښت ته چې د اوبخور لپاره ډیرو اوبو ته اړتیا لري د بزګرانو د مخې کولو وروسته د ځمکې لاندې د اوبو په زیرمو باندې فشار ډیر شوی او په افغانستان کې یې د ځمکې پر سر او ځمکې لاندې اوبو کچې د کمیدو سره مرسته کړې ده.

دغه بنسټ ویلي: "وچکالي د خطر یو ضریب دی. اغیزه یې د ژوند په مختلفو برخو باندې هم ناسمه ده او هم شته مسایلو باندې لکه د وګړو د شمیر زیاتیدل په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو د شمیر په زیاتوالي باندې وضعیت لا وخیم کیږي".

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې وچکالي د اقلیم او انساني عواملو ترمنځ د پیچلو تعاملاتو څخه سرچینه اخلي او په دغه هیواد کې د بشردوستانه اړتیاو په یو اصلي محرک باندې بدله شوې ده.

د وچکالۍ د پایلو ترڅنګ د ښځو او نجونو د ساتنې خطرونه لا سختوي، ځکه چې ددغه راپور پر اساس د وچکالۍ تر اغیز لاندې سیمو کې د اوسیدونکو ترمنځ د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.

د "اې سي اې پي ایس" په نوم په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې د بشري اړتیاو د ارزونې دغه بنسټ ویلي چې افغانستان چې په نړۍ کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لوړ شمیر لري د پنځه کلنو کم عمر ډیر ماشومان د وچکالۍ پر وړاندې زیانمنوونکي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "تمه کیږي چې وچکالي به د څښاګ پاکو اوبو، روغتیا او حفط الحصې ته لاس رسي امکانات لا سخت کړي او د اوبو څخه زیږیدلې ناروغیو پیښیدو ته به لار پرانیځي او په بالقوه ډول به د مزمنې خوارځواکۍ د پیښو د زیاتیدو سبب شي".

ددغه راپور له مخې وچکالي تر ډیره هغو ډلو ته زیات زیان رسوي چې سنتي ‌ډول د وچکالۍ سره د مقابلې لپاره ډیر کم امکانات په لاس کې لري. په دغو ډلو کې په کوردننه بې ځایه شوي او ستنیدونکي کډوال، ښځې، نجونې، معلولیت لرونکي کسان او د اقتصادي پلوه زیانمنوونکي کسان شامل دي، چې تر ډیره په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ژوند د تیرولو امکانات یې کم دي.

د وچکالۍ له امله د ځمکې او اوبو په سر رقابت هم په دغه راپور کې د یوې اندیښنې په توګه یاد شوی دی. ددې راپور پر اساس دا ډول رقابتونه د قومونو ترمنځ د شخړو د زیاتیدو او پراخه کیدو او په افغانستان کې سولې، ثبات او ټولنیز انسجام لپاره د یو ګواښ په توګه یاد شوي دي.

ددغه راپور موندنې ښيي چې په وروستیو لسیزو کې هم منابع زیاتې شوي او هم د وچکالۍ شدت زیات شوی دی، لکه چې د ۱۹۶۹ کال راپدیخوا افغانستان اته سترې وچکالۍ تجربه کړي دي، چې له ۱۳ میلیونو څخه زیات کسان په ۲۰۱۸ کال کې او ۱۱ میلیونه کسان یې په ۲۰۲۱ کال کې اغیزمن کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټیدل اوبو ته د میلیونو کسانو لاس رسی ګواښوي.

دا راپور وايي: " اټکل کیږي چې د حرارت د کچې زیاتیدل، د هندوکش د طبیعي یخچالونو ویلي کیدل او د اورښت بدلون به د افغانستان په ډیرو برخو کې د وچکالۍ د شدت سبب شي".

په دې راپور کې د اوبو ذخیره کول او د اوبو کمزوری مدیریت، په مدیریت کې ننګونې او د ځمکې حاکمیت، د ناپایداره اوبو مصرف او د چاپیریال تخریب - د مالي او تخنیکي منابعو د محدودیت له امله چې د طالبانو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام د اغیزو په توګه یاد شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په داسې حال کې افغانستان ټولنې لا هم د ۲۰۲۱- ۲۰۲۳ کلنو د وچکالۍ له حالت څخه د راوتلو په حال کې دي د روان ۲۰۲۴ کال د هیمالیا او هندوکش د غرونو په سلسله کې د اندیښنې وړ په ټیټه کچه د واورې شتون د روان کال په نیمايي کې د اوبو د کمبود او د وچکالۍ د خطر او هایډرولوژیکي او کرهڼې په اړه اندیښنې لا زیاتې کړي دي.

هایډرولوژیکي وچکالي په ټول افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د کچې د ټیټیدو سبب ګرځي چې ددغه راپور پر اساس د هلمند سیندیزې حوزې، کابل او په شمال کې ثبت شوي دي.

ددې سربیره په دې راپور کې ویل شوي چې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټیدل سترو ښارونو لکه کابل او هرات کې اوبو ته لاس رسی ګواښوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "تمه کیږي چې دا ښارونه به په پرله پسې ډول د اوبو د سخت کمښت سره مخ شي او پر اوسیدونکو باندې به په ځانګړي ډول پر هغو کسانو باندې چې د ښاري نقشې بهر سیمو کې ژوند کوي او له کلو څخه ښارونو ته د کډه کیدو او دغو سیمو ته د جبري ستنیدلو په برخو کې د پام وړ اغیزې ولري ".

په دغه راپور کې وړاندوینه شوې چې افغانستان به د منځنۍ کچې څخه کم اورښت تجربه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG