د کاناډا صدراعظم جستن ترودو افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا پر نویو محدودیتونو لګولو باندې اندیښنه ښودلې او دا محدودیتونه یې وحشتناک بللي دي.
د کاناډا صدراعظم د پنجشنبې د ورځې ناوخته ۰اکتوبر۳۱ (لړم لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د حکومت وروستي حکم ته چې له امله یې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لا زیات شوي تند غبرګون ښودلی او د طالبانو دا اقدام یې یو عمدي اقدام بللی دی.
د کاناډا صدراعظم جستن ترودو ویلي: "د طالبانو وروستی فرمان وحشتناک دی. په عامو ځایونو کې د یو بل غږ د اوریدلو څخه د افغان میرمنو او نجونو منع کول له ټولنې څخه د هغوی د حذفولو لپاره یو عمدي هڅه ده. مونږ یې غندو دا د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو یو ویرونکی برید دی".
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولای د میاشتې په ۳۱ ( زمري لسم) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې د اګست ۲۱ ( زمري ۳۱ ) په ټول هیواد کې نافذ شو. په دې قانون کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې په عامو ځایونو کې پر لوړ غږ د خبرو د محدودیت سربیره ځینې نور محدودینتونه هم لګیدلي دي.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ددغه قانون په اړه د وضاحت په تړاو د څرګندونو په ترڅ کې ددغه قانون په تطبیق باندې ټینګار کړی دی.
هغه تیره اونۍ د ننګرهار په ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د امربالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ښځو غږ د عورت یا ستر ګڼلو څخه دفاع کړې او ویلي دي چې حتی بالغې ښځې نورو بالغو ښځو ته په لوړغږ د قرانکریم قرائت هم نشي کولای.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې په پام کې نیول شوي دي.
ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او په لوړ غږ د خبرو کولو څخه منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
د طالبانو د حکومت دغه نوي قانون ته د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانو پراخه غبرګونونه ښودلي او له طالبانو یې غوښتي چې دا قانون دې سمدستي لغوه کړي.
ددغه قانون پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۳۰ ( لړم نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې طالبانو په عامو ځایونو کې د ښځو او نجونو په حضور باندې د محدودیتونو د لګولو وروسته پرهغوی نور اضافي محدودیتونه هم لګولي دي.
بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "دا اضافي محدودیتونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې مخ په زیاتیدونکي ډول د سختو بریدونو لاندې دي چې دا کار د هغوی د ژوند پر ټولو برخو باندې اغیزه کوي".
دغه سازمان د طالبانو څخه غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او کرنلارې دې چې په کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه شوې باید سمدستي لغوه کړي.
طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د خپلې واکمنۍ په موده کې یې پر ښځو او نجونو باندې د زده کړو اوله کور څخه بهر د کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا کړنې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په توګه ګڼلي دي.
د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو ټول حقونه خوندي دي. طالبانو حکومت ویاند د ښځو او نجونو د زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼلې او ویلي دي چې هڅه کوي دغې مسلې ته په کور دننه حل ولټوي.
فورم \ دبحث خونه