د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا پرافغان میرمنو او نجونو باندې د لګیدلو محدودیتونو لغوه کیدو غوښتنه کړې


د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو څخه غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او کرنلارې دې چې په کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه شوې باید سمدستي لغوه کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو څخه غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او کرنلارې دې چې په کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه شوې باید سمدستي لغوه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرلوړغږ د ښځو او نجونو په اواز د محدودیتونو په اړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه څرګندونې غندلي او د دغې ډلې د ټولو هغو فرمانونو او کړنلارو د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې چې له مخې یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګیدلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۳۰ ( لړم نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې طالبانو په عامو ځایونو کې د ښځو او نجونو په حضور باندې د محدودیتونو د لګولو وروسته پرهغوی نور اضافي محدودیتونه هم لګولي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې په کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې په عامو ځایونو کې پر لوړ غږ د خبرو د محدودیت سربیره ځینې نور محدودینتونه هم لګیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ددغه قانون په اړه د څرګندونو په ترڅ کې ددغه قانون په تطبیق باندې ټینګار کړی دی.

هغه تیره اونۍ د ننګرهار په ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د امربالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ښځو غږ د عورت ګڼلو څخه دفاع کړې او ویلي دي چې حتی بالغې ښځې نورو بالغو ښځو ته په لوړغږ د قرانکریم قرائت هم نشي کولای.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "دا اضافي محدودیتونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې مخ په زیاتیدونکي ډول د سختو بریدونو لاندې دي چې دا کار د هغوی د ژوند پر ټولو برخو باندې اغیزه کوي".

دغه سازمان د طالبانو څخه غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او کرنلارې دې چې په کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه شوې باید سمدستي لغوه کړي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې په پام کې نیول شوي دي.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او په لوړ غږ د خبرو کولو څخه منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ په یوتازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې ځواب ویلو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هیڅ کوم میکانیزم شتون نلري چې له امله یې دا ډله ډیره زړوره شوې او بشري حقونو څخه سرغړونو ته یې دوام ورکړی دی.

بنیټ د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۲۸ (لړم اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه راپور د خپریدو پرمهال ویلي چې د ملګرو ملتونو ۷۹ مې عمومي غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور کې يې د ښځو، نجونو، ماشومانو او قومي اقلیتونو په تړاو مسایلو ته ځای ورکړی دی.

هغه ویلي: "تنګه مدني فضا، زیاتې تعزیري سزاګانې او د عدالت اساساتو، د تبعیض مخنیوي، برابرۍ او د قانون حاکمیت ته نه پاملرنه ".

هغه ویلي: "په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د بشري وضعیت خرابیدو ته مې ګوته نیولې او له هیوادونو څخه غواړم چې د بشري حقونو پراساس دې د عمل یو جامع پلان تصویب کړي."

طالبانو په څه باندې تیرو دریو کلنو کې پر افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کې پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي او هغوی د لومړۍ دورې څخه په پورته دورو کې د زده کړو، د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه هم منع کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو ټول حقونه خوندي دي. طالبانو حکومت ویاند د ښځو او نجونو د زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼلې او ویلي دي چې هڅه کوي دغې مسلې ته په کور دننه حل ولټوي.

افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض

د نوبل د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو ملاتړې ملاله یوسفزۍ د بریتانیا د حکومت د کابینې د ځینو غړو سره په کتنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې د "جنیست پر بنسټ د تبعیض" په توګه د پیژندلو غوښتنه کړې ده.

میرمن یوسفزۍ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونو باندې انتقاد کړی او ویلي دي چې دا ډله باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو ترسره کولو له امله ځواب ویلو ته حاضره کړای شي.

ملالې ویلي: "زه د بریتانیا د پارلمان له استازو او د حکومت د وزیرانو څخه غواړم چې د طالبانو رژیم لکه څنګه چې دی په رسمیت وپیژني: جنیست پر بنسټ تبعیض. مونږ باید په افغانستان کې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو ترسره کولو له امله ځواب ویوونکي کړو".

میرمن یوسفزۍ هیله ښودلې چې د بریتانیا د پارلمان استازي په ځانګړي ډول حکومت به په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي. د نوبل د جایزې ګټوونکې او د نجونو د زده کړو دغې فعالې ددې دمخه هم د نړیوالې ټولنې او نړیوالو مشرانو څخه ورته غوښتنې کړي دي.

ملاله یوسفزۍ سپتمبر ۲۳( تلې دوېیم ) د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو سره د لیدنې وروسته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ددې کتنې د ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند باید چې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپیژندل شي.

ملالې یوسفزۍ د نړیوالو مشرانو غوښتي چې د افغان نجونو د حقونوڅخه د ملاتړ لپاره دې د نجونو ترڅنګ ودریږي او طالبان دې د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب ورکولو ته چمتوکړي.

کاناډا صدراعظم هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د ملالې یوسفزۍ سره د خپلې کتنې لنډه ویډیو خپره کړې او ویلي دي چې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ژوند د ښه کدو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره کمپاین پرمخ وړي چې حکومتونه په دې برخه کې په چټک ډول ګامونه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG