په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د شنبې په ورځ، فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۳) په بلوچستان ایالت کې ۱۸ پاکستاني عسکر د وسلهوالو په یو کمین کې وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.
د پولیسو یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي د فرانس پرس اژانس ته وویل، شاوخوا ۸۰ وسلهوالو د بلوچستان ایالت منګوچار ښار ته نږدې د سرحدي ملیشه ځواکونو پر یو موټر برید وکړ.
د هغه په وینا د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو په اساس په دې برید کې ۱۷ مسافر او یو نیمه پوځي چې د دوی مرستې ته راغلی و ووژل شول. دې سرچینې زیاته کړه چې په برید کې درې ملېشه عسکر سخت ټپیان شوي هم دي او دوه نور له سیمې روغ تښتېدلي دي.
خو د پاکستان پوځ په یو بیان کې د ۱۸ نیمه پوځي عسکرو وژل کېدل تائید کړي او دا برید یې "د ترهګرۍ یو بزدلانه عمل" بللی دی. په بیان کې راغلي چې په دې برید کې ۱۲ وسلهوال د امنیتي ځواکونو او پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی خو له دې وړاندې په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ پر پاکستاني عسکرو په ځانګړې توګه پنجابیانو باندې د اکثرو بریدونو د مسولیت منلو ادعا کړې ده.
دغه وسلهوال غورځنګ تر ډېره د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین له خوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د بلوچستان د طبعي زیرمو په لوټولو تورن کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې په دې ناامنه ایالت کې د وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي چې اکثره په کې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه شوي.
په جنوري میاشت کې هم په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ لخوا په یوه بمي چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول.
د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې هم د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ریل ګاډي پر یو تمځای باندې د دغه غورځنګ په برید کې د ۱۴ پاکستاني عسکرو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول.
د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې د پاکستان په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې د هغو وسلهوالو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی چې د افغانستان له خاورې څخه پر دوی باندې بریدونه کوي خو طالبان دا تورونه ردوي.
په اسلام اباد کې میشت د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۴ کال کې د دغو بریدونو له امله له ۱۶۰۰ زیات کسان وژل شوي چې په کې د پاکستان ۶۸۵ پوځي او امنیتي ځواکونه شامل دي.
دې مرکز ۲۰۲۴ په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال بللی دی.
په بلوچستان کې ۱۸ پاکستاني عسکر د وسلهوالو په یو کمین کې ووژل شول

فورم \ دبحث خونه