د پاکستان پوځ وایي امنیتي ځواکونو سه شنبه جنوري ۱۴ ( مرغومي ۲۵) د هیواد په شمال لویدیځ کې د وسله والو د پټیدو په ځایونو باندې په دوو چاپو کې لږ تر لږه اته وسله وال وژلي دي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا چاپې د خیبر پښتونخوا د ټانک او تیرا په ولسوالیو کې شویدي. پوځ پدې چاپو کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویلي.
په اعلامیې کې د کومې ځانګړې ډلې نوم ندی یاد شوی چې پدې چاپې کې په نښه شوي و خو یوازې دومره یې ویلي چې عملیات د "خوارجو" پر ضد شوي – هغه اصطلاح چې اسلام آباد یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته کاروي.
د پاکستاني طالبانو ډلې هم تر اوسه د پوځ دې اعلامیې په هکله تبصره نده کړې.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه هغه سیمې دي چې د کالونو راهیسې پکې وسله والې ډلې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او د دې هیواد امنیتي ځواکونه هم پکې په عملیاتو اخته دي.
د پاکستان پوځ تیره ورځ هم وویل چې د دې هیواد د بلوچستان په ولایت کې په څو چاپو کې لږ تر لږه ۲۷ وسله وال وژلي دي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا چاپې د بلوچستان ولایت په جنوب لویدیځ کې د کچې په ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس شویدي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې چاپې کې وژل شوي "ترهګر" هغه خلک وو چې د امنیتي ځواکونو او "بې ګنا ملکیانو پر ضد په ګڼ شمیر ترهګریزو فعالیتونو" کې یې لاس درلود او امنیتي ځواکونه ورپسې ګرځېدل.
سره له دې چې د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي وو خو په دې ولایت کې د کالونو راهیسې بلوڅ بیلتون غوښتونکي د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.
دا وسله وال اکثریت بریدونه د پاکستان په پوځ او امنیتي ځواکونو کوي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخواه ایالتونو کې د بریدونو او ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د راپور په اساس یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۸۳ سرتیري او ۹۲۵ وسلهوال په مختلفو بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې په وروسته پاتې ایالت بلوچستان کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري د فرقهيي، قومي او بېلتونپالو د تاوتریخوالي په وړاندې جنګ کې ښکېل دی.
د بلوڅو وسلهوال غورځنګ تر ډېره په دې ایالت کې د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین لخوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د دې سیمې د بډایه زیرمو په لوټلو تورن کړي دي
فورم \ دبحث خونه