د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي چې په بلوچستان کې یې ۲۷ یاغیان وژلي


د پاکستان پوځ وایي دوشنبه جنوري ۱۳ ( مرغومي ۲۴) د دې هیواد د بلوچستان په ولایت کې په څو چاپو کې لږ تر لږه ۲۷ وسله وال وژلي دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا چاپې د بلوچستان ولایت په جنوب لویدیځ کې د کچې په ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس شویدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې چاپې کې وژل شوي "ترهګر" هغه خلک وو چې د امنیتي ځواکونو او "بې ګنا ملکیانو پر ضد په ګڼ شمیر ترهګریزو فعالیتونو" کې یې لاس درلود او امنیتي ځواکونه ورپسې ګرځېدل.

سره له دې چې د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي وو خو په دې ولایت کې د کالونو راهیسې بلوڅ بیلتون غوښتونکي د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.

دا وسله وال اکثریت بریدونه د پاکستان په پوځ او امنیتي ځواکونو کوي.

تازه برید یې د روانې جنوري میاشتې په څلورمې د تربت په ولسوالۍ کې د پاکستان په نیمه‌ پوځي ځواکونو وشو چې د همدې ځواکونو په ګډون پکې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس په دې چاودنه کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو یو بس چې د کراچۍ له ښار څخه د تربت په لور روان و د دې ښار په شاوخوا اوه کیلومترۍ کې په نښه شوی و. د بلوڅ بېلتونپالو ډلې په پرله پسې توګه د هغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی چې پکې پاکستاني عسکر او د نورو ایالتونو وګړي په ځانګړې توګه پنجابیان په نښه شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخواه ایالتونو کې د بریدونو او ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د راپور په اساس یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۸۳ سرتیري او ۹۲۵ وسله‌وال په مختلفو بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې په وروسته پاتې ایالت بلوچستان کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري د فرقه‌يي، قومي او بېلتونپالو د تاوتریخوالي په وړاندې جنګ کې ښکېل دی.

د بلوڅو وسله‌وال غورځنګ تر ډېره په دې ایالت کې د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین لخوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د دې سیمې د بډایه زیرمو په لوټلو تورن کړي دي.

دغه غورځنګ د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د کویټې د ریل ګاډي پر یو تمځای هم برید وکړ چې پکې د ۱۶ پاکستاني عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.

د تېر کال په اګست میاشت کې هم د بلوڅ بېلتونپالو غورځنګ لسګونو بریدګرو په بلوچستان ایالت کې څو بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG