د جنوبي وزیرستان د درې د مسیدو مشرانو د یوې خپلمنځي جرګې په ترڅ کې په خپله سیمه کې د هرډول پوځي عملیاتو د نه منلو پرېکړه کړې ده.
جرګې همداشان د پاکستان پر پوځي او انتظامي چارواکو غږ کړی چې د جنوبي وزیرستان ځنګلونه د سیمې د اصلي اوسېدونکو شتمني ده او له بې درېغه پرېکولو څخه دې یې ډډه وکړي.
د خیبر پښتونخواه ایالت په جنوبي ښارګوټي ټانک کې د مسیدو د مشرانو جرګه د جنورۍ پر ۱۰ (مرغومي ۲۱مه) جوړه شوه او په سیمه کې یې پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې.
د جرګې ګډونوالو وویل چې د سیمې امنیت ساتنه د حکومت مسولیت دی او د پوځي عملیاتو په نامه له سیمې او کلیو څخه د خلکو ایستل ورته د منلو وړ نه دي او پرضد به یې احتجاجونه پیل کړي.
د جرګې یوه مشر مولانا صالح شاه وویل په دې سیمه کې پوځي عملیاتو او د خلکو بې کوره کولو هېڅ کومه نتیجه نه ده ورکړې او له تېرو ۲۰ کلونوراهیسې د دوی سیمه ناامنه ساتل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه به د خیبر پښتونخواه له چارواکو سره خبرې وکړي او د سیمې د خلکو ستونزې او دریځ به ورسره شریک کړي.
د جرګې یو بل مشر ایډوکیټ شیرپاو مسید وویل جرګې پرېکړه کړې چې هېڅ ډول عملیات ورته د منلو وړ نه دې او نه هم د سیمې اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته تیار دي.
د جرګې ګډونوالو د پاکستان پرعسکري ځواکونو غږ وکړ چې د عملیاتو پر مهال دې د دوی پر کلیو د هاوان او توپ مرمیو ډزې ژر تر ژره ودروي ځکه چې د دوی په وینا په دې ډزو کې اکثره ولسي وګړو ته زیان اوړي.
دوی وايي، د ناسم وضعیت له امله ځايي ولسونه له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
په تېرو وختونو کې هم د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي.
خو د پاکستان امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې د خپلو پوځي عملیاتو پرمهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته ډېر زیات پام کوي.
د جنوبي وزیرستان موقعیت
له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پروت جنوبي وزیرستان د مخکینۍ قبایلي سیمې (فاټا) یو له اوو اجنسیو و چې په ۲۰۱۸ کال یې د پاکستان په اساسي قانون کې تر تعدیل وروسته د خیبر پښتونخواه ایالت برخه وګرځول شوه او تر هغې وروسته یې انتظامي جوړښت له ایجنسۍ څخه په ضلع واړول شو.
د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه دی او نورې لویې او وړې سیمې یې شکۍ، اعظم ورسک، سپین، تېرزه، لده، سره راغه، مکین، برمل، انګور اډه، کاڼیګورم او توی خوله نومېږي.
په جنوبي وزیرستان کې مسید، احمدزي وزیر، ارمړ، برکي، دوتاڼي، او سلمانخېل ولسونه میشت دي چې د ټولو وګړو شمېر یې د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې له مخې څه کم نهه سوه زره دی.
جنوبي وزیرستان له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې پوځي عملیاتو او ترهګرۍ زښت ډېر ځپلی دی.
فورم \ دبحث خونه