د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي او جنوبي وزيرستان او بنو کې د امنيت ټينګولو لپاره جرګې شوي


عکس: ارشیف - په وزیرستان کې یوه قومي جرګه
عکس: ارشیف - په وزیرستان کې یوه قومي جرګه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د شمالي وزيرستان په تپي، د جنوبي وزیرستان په مکين او د بنو په ډومېل سيمو کې د ډسمبر پر ۳۰ (مرغومی ۱۰) د امنيت ټينګولو لپاره جلا جلا جرګې شوې دي.

د شمالي وزيرستان د تپي په جرګه کې د هغې سيمې د ټولو قومونو مشرانو ګډون کړی وو. هغوی جرګې ته وويل چې په هغه سيمه کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي او هره ورځ په ميرلي کې د پوځ او وسله والو تر منځ تر نښتو وروسته امنيتي ځواکونه پر ولسي کورونو د هاوان مرمۍ توغوي چې په نتيجه کې يې ملکيان له ځاني او مالي زيانونه سره مخامخ کېږي.

د جرګې یو مشر ملک نثار علي خان وويل، امنيتي ځواکونه چې په سيمه کې د امنيت ټينګولو په پلمه کوم اقدامات کوي، د هغوی په نتيجه کې ملکيان ځورول کېږي.

نوموړي زياته کړه: "امنيتي ځواکونه دې په شمالي وزيرستان او ټوله پښتنه سيمه کې امن قايم کړي. دوی چې د امن راوستلو کومه طريقه خپله کړې ده، دا د امن نه، بلکې د لويې ناامنۍ سبب ګرځي. ځکه امنيتي ادارې چې کومې بمبارۍ کوي او مرمۍ اوروري، خپل صحيح هدف ته ځان نه رسوي او پر عامو اباديو د دوی د هاوان مرمۍ، د توپ مرمۍ او د ټوپک مرمۍ راپرېوځي چې له امله يې خلک ډېر زيات ناراضه کېږي."

بلخوا د جنوبي وزيرستان په مکين کې د مسيدو د درو قبيلو مشرانو د جرګې پر مهال د امنيت ټينګولو تر څنګ غوښتنه وکړه چې د مکين له دوو کليو څخه په زوره کډه کړل شوي کورنۍ دې بېرته خپلو کورونو ته راوستل شي.

دا پداسې حال کې دي چې د ډسمبر پر ۲۵ (مرغومی ۵) د دشکې او اباخېلو کليو سلګونو کورنيو د پوځ په امر خپل کورونه پرېښودل او د مکين مرکز ته يې کډې وکړې.

تر دې وړاندې، د ډسمبر پر ۲۴ د مکين جرګې ويلي و چې پوځ ورته ویلي دي چې خلک دې له دغو دواړو کليو څخه ووځي ځکه چې امنيتي ځواکونه هلته د وسله والو پر ضد عملیات کول غواړي.

مکین د بر جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې د ډسمبر پر ۲۱ (مرغومی ۱) پکې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو. د هغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلی و.

د ډسمبر پر ۳۰ (مرغومی ۱۰) په مکين کې د مسيدو جرګې يو مشر شاه فيصل غازي وويل چې د جرګې ټولو ګډونوالو په يوه خوله د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې په هغه سيمه کې مخکې هم څو ځلې پوځي عمليات شوي دي، خو امن نه دی راغلی.

شاه فيصل غازي زياته کړه: "په عملياتو کې زموږ تباهي وشوه، زموږ بربادي وشوه، موږ بې کوره شو، خو پوځ اوس بيا موږ ته وايي چې تاسو هجرت وکړئ. موږ بيا کډوالۍ او کورونو پرېښودو ته تيار نه يو."

په جرګه کې د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان منتخب استازي زبير وزير هم ګډون کړی و. نوموړي وويل چې پوځ د اباخېلو او دشکې کليو خلکو ته ويلي وو چې دوی به په پنځه ورځې کې د وسله والو خلاف عمليات بشپړه کوي، خو نوموړي زياته کړه چې پوځ ويلي دي چې عمليات لا سر ته نه دي رسېدلي.

وزير وويل چې هغه به د جرګې هرې پرېکړې ته غاړه ږدي او د جرګې غوښتنې به تر لوړ پوړو حکومتي او امنيتي چارواکو پورې رسوي.

د مسيد جرګې مشرانو پرېکړه وکړه چې په دې لړ کې به بله جرګه د جنورۍ پر پنځمه (مرغومی ۱۶) د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې کوي.

د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکی او د سياسي ګوند ملي جمهوري غورځنګ د خيبر پښتونخوا ايالتي وياند جمال داوړ وايي چې د شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان او بنو په ګډون په ټول پښتون وطن کې ولس پاڅېدلی او د امن غوښتنه کوي، خو د هغه په وينا حکومت او امنيتي ادارې د امنيت په ټينګولو کې جدي نه دي.

نوموړي زياته کړه چې ټول پښتانه قومونه له ډېرې مودې راهيسې د امن لپاره غږ پورته کړی دی خو د ده په وينا، د پاکستان دولت د امنيت ټينګولو پر ځای ناامنۍ ته لمن وهي.

د پاکستان امنيتي چارواکو لا د جرګو د غوښتنو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې حکومت او پوځ ويلي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسله والو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG