د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزيرستان کې د ناامنۍ او پر ولسي کورونو د هاوان مرميو توغولو ضد جرګه شوې


د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کې په شوې جرګه کې د مسيد جرګې مشرانو له حکومتي چارواکو څخه په دغه ولسوالۍ کې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.(عکس ارشیف).
د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کې په شوې جرګه کې د مسيد جرګې مشرانو له حکومتي چارواکو څخه په دغه ولسوالۍ کې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.(عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ او د دغه هیواد د پوځ لخوا پر ولسي کورونو د هاوان مرميو توغولو پرضد جرګه شوې ده.

د ډسمبر پر ۱۴ (ليندي ۲۴) په دې جرګه کې د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه (راغه) سيمه کې د درې مسيد جرګې مشرانو له حکومتي چارواکو څخه په دغه ولسوالۍ کې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.

د جرګې يو مشر شېرپاو مسيد وايي چې د دوی مهمه غوښتنه پر خپلې خاورې د امن ده. نوموړي زياته کړه: "پوځ غرونه ولي، نه څوک خوب کولای شي او نه ماشومان سکول ته لېږلای شي. په تېرو ۲۰ کلونو کې "راه نجات" پوځي عمليات بشپړ شول. په پلانکي پلانکي نامه يي هر ډول اسلحه او جنګي الوتکې پر موږ وکارولې، خو زموږ پر ۴۰ کلوميټره خاوره باندې امن نه شي راوستلای."

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان پوځ هند ته "ټټر" وهي خو په وزيرستان کې د امن په راوستلو کې "ناکامه" دی.

شېرپاو مسيد زياته کړه چې په سره روغه کې يې د پوځ د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی: "که چيرې پوځ زموږ سره دا لوظنامه کوي چې زموږ پر کليو به نه د هاوان مرمۍ توغوي، نه به ډزې پر کوي او نه به يې په توپونو ولي، او که چيرې داسې نه کوي نو بيا به موږ د امن لپاره د ايين او قانون په دايره کې تر هر حده پورې ځو."

د مسيدو ددې جرګې استازو په جنوبي وزيرستان کې له پوځي مشرانو سره خبرې هم وکړې. د دې مذاکراتو په اړه له جنوبي وزيرستانه د خيبر پښتونخوا ايالتي پارلمان ته منتخب غړی اصف خان وايي چې په سره روغه کې د پوځ ځايیي مشر د جرګې غړيو ته وويل چې هغوی به خپله بشپړه هڅه کوي چې پر عامو کورونو د هاوان مرمۍ و نه لګېږي، خو زياته يې کړه چې کله وسلوال ډزې ورباندې وکړي نو بيا ځوابي ډزې د دوی مجبوري جوړه شي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې اصف خان زياته کړه چې د پوځ ځايي مشر د جرګې مشرانو ته وويل چې پر عامو کورونو به د هاوان مرمۍ نه توغول کېږي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او توغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د هاوان د مرميو د توغولو په پېښو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي.

بلخوا حکومت او پوځ په وار وار ويلي دي چې د امنيت ټينګولو ته ژمن دي او د وسله والو خلاف يې په هدفي عملياتو کې يوشمېر وسله وال وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG