د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزيرستان کې د خلکو پر کورونو د هاوان مرميو لګېدو پرضد احتجاج شوی


په جنوبي وزیرستان کې د امن د ټینګیدو لپاره د احتجاج د غونډو د جوړیدو دمخه په شمالي وزیرستان کې هم دغسې غونډې شوې وې. ( عکس ارشیف).
په جنوبي وزیرستان کې د امن د ټینګیدو لپاره د احتجاج د غونډو د جوړیدو دمخه په شمالي وزیرستان کې هم دغسې غونډې شوې وې. ( عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ او د دغه هیواد د پوځ لخوا پر ولسي کورونو د هاوان مرميو توغولو خلاف احتجاج شوی دی.

د ډسمبر پر دويمه د بر جنوبي وزيرستان د سره روغه (راغه) په عمر رغزي سيمه کې سلګونو کسانو د احتجاج پر مهال د امن شعارونه ورکول او ويل يې چې په سيمه کې د امن پر ځای کولو مسوليت د پوځ دی، خو د دوی په وينا پوځ د امنيت ټينګولو او د وسله والو خلاف د عملياتو کولو پر ځای د عامو خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغوي او پر بې ګناه خلکو تشدد کوي.

د احتجاج کوونکو مشر ملک سعيد انور وويل چې په جنوبي وزيرستان کې کلونه وړاندې د پوځي عملياتو پر مهال خلک بې کوره کړل شول او د پوځ لخوا د سيمې تر تصفيې وروسته ځايي ولس ته بېرته خپلو کليو او کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوه، خو د ده په وينا اوس يو ځل بيا ځايي ولس ځورول کېږي.

هغه پوځ ته په خطاب کې وویل : "موږ نور دا نه زغمو چې ته زموږ کورونه ړنګوې، زموږ اباديو ته مارټر (هاوان) مرمۍ راتوغوې. هغه وخت چې تاسو راغلاست او عمليات مو وکړل نو ومو ويل چې ترهګر مو ختم کړل، نو اوس له ترهګرو زموږ ژغورنه او د وطن او علاقې د امنيت ټينګولو ذمه واري د پوځ ده."

ملک سعيد انور زياته کړه چې دوی به د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

د پاکستان پوځ لا تراوسه د احتجاج کوونکو د شکايتونو او غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې حکومت او پوځ په وار وار ويلي چې د امنيت ټينګولو ته ژمن دي او د وسله والو خلاف يې په هدفي عملياتو کې يوشمېر وسله وال وژلي دي.

تر دې وړاندې هم، د جنوبي وزيرستان د شکتوې سیمې اوسېدونکو د نومبر پر نهمه (لړم ۱۹) د پوځي کېمپ مخې ته له هغه وروسته پرلت وهلی و چې د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) د پوځ لخوا په توغول شويو د هاوان مرميو کې دوه ماشومان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو. پرلتوالو د وژل شويو ماشومانو مړي هم د احتجاج په توګه د پوځي کېمپ مخې ته ايښي وو.

د احتجاج کوونکو په وينا، وروسته امنيتي ځواکونو ولس ته د غوښتنو د منل کېدو ډاډ ورکړ او دوی د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) خپل احتجاجي پرلت ختم کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پوليسو او ځايي خلکو په وينا، د ډسمبر پر دويمه د خیبر پښتونخوا په جانيخېلو سيمه کې هم د هاوان مرمیو په چاودنو کې درې ماشومان ووژل شول.

تر دې وړاندې، د نومبر پر شپږمه (لړم ۱۶) د خیبر ولسوالۍ د تیرا په بوټان شريف سيمه کې د هاوان مرميو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.

د هغې پېښې پرضد، د نومبر پر اوومه (لړم ۱۷) د تيرا قومي مشرانو او د وژل شويو ماشومانو خپلوانو د پېښور د قول اردو د دفتر مخې ته د مړيو په وړلو سره د احتجاجي پرلت اعلان کړی و، خو د هغوی په وينا، پر اړهنګه امنيتي پوسته باندې امنيتي ځواکونو هغوی ايسار کړل او پېښور ته يې د تګ اجازه ور نه کړه. وروسته د قومي مشرانو او ځايي پوځي افسرانو ترمنځ مذاکرات بريالي شول او احتجاج کوونکو همهغه ماخوستن د ماشومانو مړي بېرته د ښخولو لپاره تيرا ته يووړل.

هغه وخت يو قومي مشر ملک ظاهر اپرېدی ويلي و چې پوځي مشرانو ژمنه ورسره وکړه چې نور به هلته توپخانې نه کاروي او نه به هم د ډرون له لارې پر ملکيانو مرمۍ توغوي.

تر هغې پېښې څه باندې دوې اونۍ وړاندې، د اکتوبر پر ۲۱ هم د خيبر په پير مېله (پير مېنه) سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې د هاوان مرمۍ وتوغولې.د هغه په پایله کې له۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول.

په پېښور کې د چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې د پوځ لخوا د ملکيانو په نښه کولو پېښې اوسنۍ نه دي بلکې له پخوا راهیسې روانې دي. "امنیتي چارواکي اکثره وخت دا وايي چې دا زموږ څخه په تېروتنه کې کېږي، خو زه دا نه منم چې دا په تېروتنه کې کېږي. په تېروتنه کې خو چېرته په پنجاب کې دا ډول پېښې ونه شوې، په کراچۍ کې ونه شوې. دا یوازې د پښتنو په سیمو کې ولې کېږي؟"

نوموړي ادعا وکړه او ویې ویل: "زما په اند دا هېڅ جواز نه لري. دا هر څه پوځ قصداً کوي. پر دې سربېره پوځ خپل ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او هلته خلک بې له محاکمې ساتي. نو دا هر څه د يوه پلان له مخې کېږي."

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او توغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د هاوان د مرميو د توغولو په پېښو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG