فرانس پرس د شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) راپور ورکړی چې د پاکستان په شمال لويديځ کې په تازه فرقهيي نښتو کې ۳۲ کسان وژل شوي او شاوخوا٣٠٠ کورنۍ د ناامنیو له امله له خپلو سیمو څخه کډه شوي دي.
د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د خیبر پښتونخوا په غرنيو سیمو کې په وروستیو څوو میاشتو کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په پرله پسې نښتو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.
د سیمې یو لوړ پوړي چارواکي فرانس پرس ته وویل: "کابو ۳۰۰ کورنۍ له نن سهار راهیسې د ځان د خوندیتوب لپاره هنګو او پیښور ته روانې شوې دي."
هغه زیاته کړه چې په کرمه کې یو شمېر نورې کورنۍ هم د خپلې مینو د پریښودو لپاره تیاری نیسي.
په سیمه کې یو بل لوړپوړي اداري چارواکي په راپور کې د نوم د نه یادولو په شرط فرانس پرس ته وویل چې "د شیعه او سني ټولنو ترمنځ په څو ځایونو کې جګړه دوام لري." د هغه په وینا د شنبې په ورځ په نښتو کې د ۱۴ سنيان او ۱۸ شیعهګان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا د تازه نښتو دا لړۍ دوه ورځې وروسته له هغې پیل شوې چې په کرمه کې د شیعه مسلمانانو پر دوه جلا کاروانونو باندې د وسلهوالو په برید کې ۴۳ کسان ووژل شول او ۱۱ ټپیان شول. د چارواکو په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. په دې سیمه کې په وروستیو څو کلونو کې د فرقهیي نښتو له امله سلګونه کسان وژل شوي دي.
په کرمه کې یو ځايي چارواکي فرانس پرس ته وویل چې په دغو نښتو کې ۳۱۷ هټۍ او څه باندې ۲۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د پاکستان د نفوس لویه برخه سني مذهبه دي او اکثره وخت په کې کورني او قبیلهيي تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي. په دغه هېواد کې شعیه مذهبي ادعا کوي چې له مودو راهیسې له توپیریز چلند او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.
تېره میاشت هم په کرمه کې د فرقهيي نښتو له کبله د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول.
همداشان په جون او سپتمبر میاشتو کې هم په دې سیمه کې په ورته نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د معلوماتو په اساس د روان کال د جولای له نیمايي څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۷۹ کسان په فرقهيي نښتو کې وژل شوي دي.
دغه کمېسیون له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې په سیمه کې د فرقهيي نښتو د زیاتوالي مخنیوي ته "بیړنۍ پام" وکړي او خبرداری یې ورکړ چې دا مهال وضعیت "د بشري ناورین" تر کچې رسېدلی دی.
فورم \ دبحث خونه