د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان د حب ولسوالۍ انتظاميې علي وزير د يوې مياشتې لپاره زنداني کړی


د علي وزير وکيلې منيزې کاکړې رسنيو ته ويلي دي چې هغه به د علي وزير د نيولو پرضد د بلوچستان ايالت په عالي محکمه کې عريضه کوي.
د علي وزير وکيلې منيزې کاکړې رسنيو ته ويلي دي چې هغه به د علي وزير د نيولو پرضد د بلوچستان ايالت په عالي محکمه کې عريضه کوي.

د پاکستان د بلوچستان ايالت د حب ولسوالۍ انتظاميې مشرې (ډپټي کميشنر) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير د يوې مياشتې لپاره زنداني کړی دی.

ډپټي کميشنرې روحانه ګل کاکړې د ډسمبر پر پنځمه (ليندۍ ۱۵) پوليسو ته امر وکړ چې علي وزير دې د عامه نظم د ګډوډولو (درې اېم پي او) په قضيه کې بندي کړي. د دغه امر له مخې علي وزير ګډاني زندان ته استول شوی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د حب يوې ځايي محکمې د ډسمبر پر پنځمه د علي وزير پرضد په درج شوې يوې پخوانې قضيې کې په ضمانت باندې د هغه د خوشې کولو امر کړی و، خو نوموړی بېرته په بله قضيه کې ونيول شو.

د علي وزير وکيلې منيزې کاکړې د ډسمبر پر شپږمې (ليندۍ ۱۶) رسنيو ته ويلي دي چې هغه به د علي وزير د نيولو پرضد د بلوچستان ايالت په عالي محکمه کې عريضه وکړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد پولیسو علي وزير د اګست پر درېیمه (زمري ۱۳) تر نیمې شپې وروسته نیولی وو او د هغه خلاف يې درې قضيې ثبت کړې وې چې د ترهګرۍ تر څنګ د نشه يي موادو ګرځول او له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس سرتېري د کمیس شلولو قضيې شاملې وې.

د اګست په میاشت کې محکمې د وسلې او نشه يي توکو لرلو په دوو قضيو کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو او د سپټمبر پر څلورمه (وږي ۱۴) بيا د اسلام اباد عالي محکمې د ترهګرۍ په قضيه کې هم د علي وزیر ضمانت منظور کړ.

هغه وخت تمه کېده چې علي وزير به خوشې شي خو د راولپينډۍ انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) حسن وقار چيمه د سپټمبر پر پنځمه (وږي ۱۵) د عامه نظم د ګډوډۍ د قانون درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې پر وزير مقدمه ثبت کړه او د هغه د زنداني کېدو امر يې وکړ.

تر هغه وروسته د پنجاب د ګجرات او بکر ولسواليو پوليسو هم د عامه نظم د ګډوډولو په تور علي وزير زنداني کړی وو. له بکر څخه تر خوشې کېدو سمدستي وروسته علي وزير د نومبر پر ۱۶ (لړم ۲۶) د بلوچستان د حب سيمې پوليسو نيولی وو.

د پي ټي اېم مشران وايي چې د قانون درې ايم پي او ماده په غیر قانوني توګه د هغوی د غورځنګ د مخکښانو او غړيو پر ضد کارول کېږي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې څو ځلې په مياشتو او کلونو زنداني شوی او بیا خوشې کړل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG