د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د مرکز میرامشاه اوسېدونکو د ۲۰۱۴ په پوځي عملياتو کې د پاکستان له حکومت څخه د ړنګو شويو کورونو تاوان او معاوضه غواړي.
د ډسمبر پر ۱۲ (ليندۍ ۲۲) د ميرامشاه په مطبوعاتي کلب کې د مچس سيمې مشرانو خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې حکومت او پوځ يو کال وړاندې د دوی د ړنګو شويو کورونو سروې کړې ده خو له غوښتنو سره سره یې لا معاوضې نه دې ورکړي.
د مچس سيمې يو مشر محمد شريف خبري غونډې ته وويل چې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ کال په پوځي عملياتو کې د ميرامشاه بازار ته څېرمه مچس کلی هم ړنګ شوی و چې ۱۶۰۰ کورونه يې درلوده.
نوموړي زياته کړه چې اوس يې هم کلی وران پروت دی او حکومت ته يې خپل فرياد رسولی خو هغوی تراوسه کوم عملي اقدام نه دی کړی.
خبري غونډې ته د مچس کلي يو بل مشر جاوید اقبال وویل چې د دوه کلونو تر کړاو وروسته يې د ړنګو شويو کورونو سروې سر ته ورسوله خو حکومت يې غوښتنې نه اوري. نوموړي زياته کړه چې که د ړنګو کورونو پيسې يې ترلاسه نه کړې نو احتجاجونه به پيلوي.
بلخوا د شمالي وزيرستان انتظامي مشر(ډيپټي کميشنر) محمد یوسف کریم رسنيو ته ويلي دي چې د مچس سيمې په ګډون ټول هغه خلک، چې کورونه يې په عملیاتو کې ړنګ شوي، له حکومت څخه يې د معاوضې اخيستو لپاره اړونده ادارو ته پيغامونه لېږلي دي.
چارواکي او ځايي خلک وايي چې حکومت د بشپړ ړنګ کور پر سر څلور لکه کلداري او د جزوي ړنګ شوي کور پر سر ۱۶۰۰۰۰کلداري معاوضه ورکوي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی و او تر یو ميلیون زیات وګړي بې کوره او کډوال شوي وو.
تر دې وړاندې د ميرامشاه د دوکاندارانو اتحادیې مشرانو رسنيو ته ويلي وو چې د پاکستان تېر مرکزي حکومت د یو نیم ميليارد کلدارو معاوضې جاري کړې وې، خو د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت هغه پیسې ټولو دوکاندارانو ته نه دې ورکړي. د خیبرپښتونخوا حکومتي چارواکو لا د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د ټولنې مشر ثنا الله خان امریکا غږ ته وویل چې بازار په مکمله توګه وران شو او نن هم د خلکو ځینې جايدادونه ورک دي. که څه هم لږه اندازه معاوضه ورکړل شوې خو ډېره لا هم پاتې ده.
دغو دوکاندارانو څو کاله د خپلو ړنګو دوکانونو او مارکیټونو د معاوضو د ترلاسه کولو لپاره انتظار کړی او وخت پر وخت یې احتجاجونه او لاریونونه هم کړي دي او پرلتونه یې هم وهلې دي.
تر دې دمه د پاکستان حکومت د دغو قومي مشرانو د ادعاو او غوښتنو په اړه رسنیو ته کومې څرګندونې نه دي کړي.
د ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب پوځي عملیاتو پر مهال شاوخوا۶۰۰۰ دوکانونه ړنګ کړل شوي ول.
چارواکي وایي د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د هغوی د شوي تاوان مطابق معاوضه ورکول کېږي. د معاضې پیسې له یو لک پاکستانيو روپيو څخه نیولې تر ۱۴ لکو پورې دي. حکومت د دوکان پر سر لږ تر لږه ۱۰۰ زره او زیات نه زیات ۱۴ لکه کلداري معاوضه ورکوي.
فورم \ دبحث خونه