د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي وزيرستان کډوالو په بنو کې احتجاج ته دوام ورکړی


د پاکستان حکومت په بکاخېلو کېمپ کې مېشې هرې وزيرستانۍ کورنۍ ته د مياشتې پر سر ۲۰۰۰۰ روپۍ ورکوي چې کله نا کله دا نغدې مرستې له ځنډ سره مخامخ کیږي.
د پاکستان حکومت په بکاخېلو کېمپ کې مېشې هرې وزيرستانۍ کورنۍ ته د مياشتې پر سر ۲۰۰۰۰ روپۍ ورکوي چې کله نا کله دا نغدې مرستې له ځنډ سره مخامخ کیږي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو کې د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شويو کډوالو د مياشتنيو مالي مرستو نه وررسېدو له امله د ډسمبر له ۱۲ (ليندۍ ۲۲) راهيسې خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی.

احتجاج کوونکو د بکاخېلو کډوالو کېمپ مخې ته د شمالي وزیرستان او بنو ترمنځ غځېدلی عمومي سړک تړلی دی.

دوی وايي چې حکومت له تېرو څلورو میاشتو راهیسې مالي مرستې نه دې ورکړي او دوی د مجبورۍ له له امله هر ځل په زاریو او احتجاجونو مرستې ورڅخه غواړي.

د کډوالو په وينا، حکومت دې يا دوامداره مالي مرستې ورسره وکړي يا دې يې خپلو سیمو ته ستانه کړي. هغوی زياتوي چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي.

د شمالي وزيرستان د مداخېلو يو مشر ملک عمرزي د ډسمبر پر ۱۵(ليندۍ ۲۵) د احتجاج د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې لومړی دې د کډوالو بند سيم کارتونه خلاص کړل شي او بيا دې هغوی ته د څلورو میاشتو ځنډول شوې نغدې مرستې ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه چې تر هغه وروسته دې حکومت د کډوالو د ستنېدو نېټه وټاکي او په پوځي عملیاتو کې دې د ړنګو شویو کورونو تاوان ورکړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل او ورسره یې ځايي ولس ته د کورونو او کليو د پرېښودو امر وکړ. د هغو عملياتو پر مهال شاوخوا یو ملیون وګړي بې کوره کړل شول چې سلګونه زره يې خيبر پښتونخوا ايالت او د پاکستان نورو سيمو ته کډوال شول.

حکومت د دغو کډوالو سره مرستې لپاره لپاره د بنو په بکاخېلو کې يو دولتي کېمپ هم جوړدی. پر دې سربېره زرګونه کورنيو د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونه تههم پناه وړې ده.

په ۲۰۱۶کال کې کې تر هغو پوځي عملياتو وروسته زیاتره کډوال په بېلا بېلو پړاوونو کې شمالي وزیرستان ته ستانه کړل شول خو د شوال ټولې کورنۍ او د دته خېلو نيمايي کورنۍ لا هم د بنو په بکاخېلو کېمپ کې مېشتې دي. بلخوا په افغانستان کې هم زرګونه وزيرستاني کډوال پاتې دي او خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.

د پاکستان حکومت په بکاخېلو کېمپ کې مېشې هرې وزيرستانۍ کورنۍ ته د مياشتې پر سر ۲۰۰۰۰ روپۍ ورکوي چې کله نا کله دا نغدې مرستې له ځنډ سره مخامخ کیږي.

بلخوا حکومت د پوځي عملیاتو پر مهال په شمالي وزيرستان کې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو مالکانو ته د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه چې يوشمېر کسانو ته دا مرستې لا هم نه دې رسېدلي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبيعي ناورينونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ وايي چې له دوی سره د کډوالو څه باندې ۱۷۰۰۰ کورنۍ ثبت دي.

نوموړی زياتوي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نغدې مرستو لپاره د ۳۵۰ مليونه روپيو بودیچه اجرا کوي او هرې کورنۍ ته د موبایل تليفون د سيم له لارې پیسې استوي. داوړ په عين حال کې منلې چې د دوی له ادارې څخه کله نا کله د پیسو د کمښت له امله مرستې وځنډېږي. خو نوموړی زياتوي چې هڅه کوي چې ژر تر ژره دا ستونزه هواره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG