په پاکستان کې له زندان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او د دغه هېواد په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د پخواني استازي علي وزير د خلاصون لپاره د جنوبي وزيرستان په واڼه ښار کې زرګونه کسانو احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده.
د ډسمبر پر ۲۰ (ليندۍ ۳۰) د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه بازار کې لومړی ګڼو کسانو لاريون وکړ چې تور بيرغونه يې په لاس کې وو او د علي وزير د خوشې کولو لپاره يې شعارونه ورکول.
وروسته دغه لاريون په احتجاجي غونډه واوښت چې زرګونه کسانو ګډون پکې وکړ. د غونډې ګډونوالو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې علي وزير دې ژر تر ژره راخوشې کړي، ځکه د هغوی په وينا چې نوموړی پرته له کوم جرم کولو په ناحقه نيول شوی دی.
علي وزير له څه کم پنځو مياشتو راهيسې په بېلا بېلو قضيو کې لومړی په اسلام اباد او بيا وروسته د پنجاب ايالت په بېلا بېلو زندانونو کې بندي کړل شو، او له څه باندې يوې مياشتې راهيسې بيا په بلوچستان ايالت کې بندي دی.
احتجاجي غونډې ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ فرمان وزير وويل چې د پاکستان دولت علي وزير بې له څه ډول جرمه نيولی دی او په اوسني نظام او قانون کې پښتانه دومره بې وسه دي چې خپل بې ګناه وګړي نه شي راخوشې کولای.
نوموړي زياته کړه: "د پاکستان اوسنی نظام سامراجي دی. چې تر څو د پاکستان پر اوسني نظام پوښتنې راپورته نه شي، يو نوی ټولنيز تړون و نه شي او د ايين او قانون نوې اډانه رامنځ ته نه شي، تر هغه وخته به زموږ ځوانان او مشران هم ذليله کېږي او هم به وژل کېږي."
د پي ټي اېم يو بل مخکښ او پاکستان پخواني زنداني حنيف پښتين غونډې ته په وينا کې وويل چې علي وزير تر دې مخکې هم په وار وار زنداني کړل شوی او ظلمونه ورباندې شوي دي، خو په وينا يې چې هغه له خپله مرامه نه دی په شا شوی.
نوموړي زياته کړه چې ټول پښتانه به له علي وزير سره درېږي او د هغه د خلاصون د مبارزې لپاره به د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوانان په لومړي صف کې درېږي.
حنيف پښتين زياته کړه چې د پي ټي اېم پلويان به د ډسمبر پر ۲۲ په امريکا متحده ايالاتو کې د خيبر قامي جرګې په تسلسل کې يوه جرګه کوي او تر هغه وروسته به د ۲۰۲۵ کال د جنوري مياشتې پر درېيمه په جرمني کې جرګه کوي او د علي وزير د خلاصون لپاره به هم غږ پورته کوي.
د غونډې ويناوالو زياته کړه، که علي وزير خوشې نه کړل شو نو هغوی به خپل احتجاج د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته وغځوي.
دا وخت د علي وزير خلاف په بلوچستان او سيند ايالتونو کې قضيې جوړې شوې دي خو د نوموړي وکيلانو او د پي ټي اېم نورو مخکښانو پر هغه جوړې کړل شوې قضيې "بې اساسه" او "له حقيقته ليرې" بللي او ويلي يې دي چې د دې خلاف به د بلوچستان او سيند په عالي محکمو کې درخواستونه دايروي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې زنداني شوی او بیا خوشې کړل شوی دی. هغه په وروستي ځل د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳کال د نومبر پر ۱۴ نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه په ضمانت له زندانه خوشې کړ.
تر هغې مخکې علي وزیر د ۲۰۲۰کال په ډسمبر کې د کراچۍ پولیسو پر غوښتنه د نفرت خورولو پر تور په پېښور کې ونیول شو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴ له کراچۍ زندانه خوشې شو.
د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶علي وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر ۲۰ د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.
فورم \ دبحث خونه