د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ او د بلوچستان په موسی خيل او پنجګور ولسواليو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې د ۱۶ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډسمبر پر ۱۳ (ليندۍ ۲۳) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو د ډسمبر د ۱۲ او ۱۳ په منځنۍ شپه په لکي مروت ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال ووژل.
د پاکستان پوځ په خپل بيان کې وژل شوي مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې په خپل بيان کې زياته کړې ده چې د ډسمبر پر ۱۳ (ليندۍ ۲۳) يې په موسی خېل او پنجګور ولسواليو کې هم د جلا جلا نښتو پر مهال ۱۰ وسله وال ووژل.
د پاکستان پوځ په خپل بيان کې وژل شوي دغه مشکوک وسلوال "ترهګر" بللي دي چې موخه يې بلوڅ وسله وال دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پوځ د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه هم خپلواکه سرچينو لا تراوسه د پوځ د ادعاوو تصديق کړی دی.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعاوې کوي. بلخوا په عين حال کې په دغو دوو ايالتونو کې وسله وال هم وخت په وخت د پاکستان د امنيتي سرتېرو د وژنې ادعاوې کوي.
فورم \ دبحث خونه