د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزيرستان ولسوالۍ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د اووه وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډسمبر پر ۱۱ (ليندۍ ۲۱) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو د شمالي وزيرستان په مرکز ميرامشاه کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال ووژل.
بيان زياتوي چې پر دې سربېره امنيتي ځواکونو د شمالي وزيرستان په سپينوام کې هم درې وسله وال ووژل خو په وينا يې چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې يو پاکستانی پوځي هم ووژل شو.
د پاکستان پوځ په خپل بيان کې ټول وژل شوي مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د ادعا تصديق نه دی کړی.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعاوې کوي.
له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ولسواليو کې وسله وال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې سیمه ییزو اوسیدونکو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه