د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر کې د يو ښوونکي د وژنې پرضد احتجاج شوی


د ډسمبر پر نهمه د احتجاج پر مهال د حکومتي ښوونځيو ښوونکو د خپل همکار تر وژل کېدو وروسته له حکومته د ښوونکو د خونديتوب او امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.(غکس ارشیف).
د ډسمبر پر نهمه د احتجاج پر مهال د حکومتي ښوونځيو ښوونکو د خپل همکار تر وژل کېدو وروسته له حکومته د ښوونکو د خونديتوب او امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.(غکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په باړه کې د يو حکومتي ښوونځي د ښوونکي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره شوې ده.

د ډسمبر پر نهمه (ليندۍ ۱۹) احتجاج کوونکو د خيبر د پوليسو د مشر د دفتر مخې ته غځېدلی باړه سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره بند کړی وو او غوښتنه يې کوله چې د وژل شوي ښوونکي روح الامين کوکيخېل قاتلان دې ونيول شي.

دا تر هغه وروسته ده چې د ډسمبر پر پنځمه (ليندۍ ۱۵) د خيبر ولسوالۍ د باړې په برقمبرخېلو کې د یوه حکومتي ښوونځي مخې ته نامعلومه وسله والو روح الامین کوکيخېل هغه وخت وواژه کله چې نوموړی خپل ښوونځي ته د ننوتلو په حال کې و.

تر هغې پېښې سمدستي وروسته د ښوونځي زده کوونکو او ځایی وګړو د باړې بازار په مدرسه څلورلاره کې یوه احتجاجي مظاهره وکړه او د پولیسو او امنیتي ځواکونو پرضد یې نعرې ووهلې. د روح الامين کوکيخېل د وژنې مسوليت لا چا نه دی منلی.

د ډسمبر پر نهمه د احتجاج پر مهال د حکومتي ښوونځيو ښوونکو د خپل همکار تر وژل کېدو وروسته له حکومته د ښوونکو د خونديتوب او امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.

د خيبر ولسوالۍ د ښوونکو د اتحاديې مشر نصير شاه اپرېدی وايي چې د بر قمبرخېل منځني ښوونځي ته وسله والو تهديد کړی وو او تر هغه څو ورځې وروسته يې د دغه ښوونځي ښوونکی وواژه.

نوموړي زياته کړه چې دا پېښه د حکومت او امنيتي مسولينو د غفلت له امله وشوه. "پر دې سکول (ښوونځي) باندې ليکل شوي وو چې دا سکول دې په سمدستي توګه بند کړل شي، ګنې په دا کې به خطرناکې پېښې وشي. په دې اړه موږ په باقاعده توګه چارواکو ته خطونه لېږلي وو او انتظاميه هم په خبره وه. د ډپټي کميشنر ځواب دا وو چې دا ليکل ماشومانو کړي دي. نه يې د دې دړکې (ګواښ) اندازه ولګوله او نه يې د سکول د ساتنې انتظام وکړ."

د خيبر د ښوونکو د اتحاديې يو غړي ګلاب الدين بيا غوښتنه وکړه چې د روح الامين د وژنې په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونيول شي. "دا د خيبر او باړې د انتظاميې لپاره ډېر د افسوس او د شرم ځای دی چې هغوی ته موږ په رسمي توګه ويلي وو چې په سکول (ښوونځي) کې خطر دی، خو هغوی هيڅ اقدام و نه کړ او باالاخره زموږ يو ښوونکی ملګری ووژل شو."

د خيبر ولسوالۍ انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) لا د ښوونکو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د خيبر پوليسو وياند ظهير اپرېدي ويلي دي چې د ښوونکي د وژنې قضيه يې ثبت کړې ده او په سيمه کې يې د پولیسو ګزمې زياتې کړې دي.

د خيبر ولسوالۍ د تعلیم څانګې چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې وسله والو په باړه کې له ۱۰۰ زيات ښوونځي په بمونو الوځولي وو چې په هغوی کې ۱۶ رغول شوي او د نورو ۵۰ د بيارغونې کارونه په وروستي پړاو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر اتمه (ليندۍ ۱۸) د خيبر پښتونخوا په سوات او بنو کې په دوو جلا جلا جرګو کې ځايي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ناامنۍ مخه دې ونيسي او د ولس د ځان او مال ساتنه دې وکړي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی. ايالتي حکومت وايي چې په خيبر پښتونخوا کې یې د ترهګرۍ د مخنیوي د هڅو لپاره شاوخوا اووه مليارده روپۍ ځانګړې کړې دي.

بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د نومبر پر ۱۹(لړم ۲۹) په اسلام اباد کې د لوړپوړو ولسي او امنیتي چارواکو غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې د حکومت ټول تمرکز یې د ترهګرۍ پر ختمولو دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG