د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په تازه بریدونو کې ۸ سرتیري وژل شوي او ۷ پولیس تښتول شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په خیبرپښتونخوا کې چارواکي‌ وايي ‌د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم۲۹) اورپکو په خیبر سیمه کې د پوځ په یو کاروان باندې برید کړی او اته سرتېري یې وژلي دي.

برید په هغو سرتېرو شوی دی چې د ترهګرۍ سره د مبارزې له عملیاتو وروسته بېرته خپلو مرکزونو ته روان وو. چارواکي وایي چې په برید کې درې سرتېري ژوبل شوي هم دي.

دغو چارواکو امریکا غږ سره په خبرو کې دا پېښه تائید کړې، خو نه غواړي چې نومونه یې په راپور کې خپاره شي، ځکه چې له مطبوعاتو سره د خبرو اجازه نه لري. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي برخې لا په دې اړده څه نه دي ویلي.

په یوې بلې پېښې کې د چاروکو په وینا لسګونو وسله والو په بنو کې د پولیسو په پوستې برید کړی او ۷ پولیس افسران یې له ځان سره بیولي دي. دا پېښه د دوشنبې په ماښام شوې.

په سیمه کې د پاکستاني پولیسو مقامات وايي چې د بریدګرو او تښتول شویو د لټون عملیات روان دي.

په دغو سیمو کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د پاکستاني‌ طالبانو غورځنګ په خپله غاړه اخلي. پاکستاني طالبانو او په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو په دې وروستیو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي مطالعاتو او تحقیقاتو بنسټ وایي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر دې دمه د وسله والو په بریدونو کې څه باندې ۱۱۰۰ پاکستاني‌ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

ملګري ملتونه د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوه ترهګره ډله بولي او متحده ایالتونه بیا د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ د یو ترهګر سازمان په توګه پېژني.

بلوچ ازادۍ غوښتونکو په بلوچستان کې د اورګاډي په یو تمځای کې د تېرې اونۍ د برید مسولیت منلی چې د پاکستان ۳۴ سرتېري یې په کې ووژل شول.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې پاکستاني‌ طالبان په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځای څخه چې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. اسلام اباد څو ورځې مخکې افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي‌ او په دې اړه دې د پاکستان د خلکو زغم نه ازمایي. خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.

سیګار په خپل یو راپور کې ویلي دي چې «معلومه نه ده طالبان په افغانستان کې د ترهګرو د پناه ځایونو د بشپړې ویجاړۍ نیت او وړتیا لري او یا افغانستان ته د بهرنیو جنیګالیو د ورتګ په بهیر کنترول لري که نه.»

ملګرو متلونو په خپل یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعده ډله اته مرکزونه لري او د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته روزنې او جنګیالي برابروي. خو افغان طالبان وايي هېچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG