د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې له مرګوني برید وروسته 'درې ورځې ملي ماتم' اعلان شوی


د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې چارواکو دوشنبه نومبر ۱۱ ( لړم ۲۱) وروسته تر هغه د دریو ورځو لپاره ماتم اعلان کړ چې د دې ولایت په مرکز کویټې کې دوه ورځې وړاندې د اورګاډي په سټیشن کې د بم په چاودنې کې ۲۶ تنه ووژل شول.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي د دې اعلان تر څنګ همدارنګه ویلي چې پدې ولایت کې امنیتي چارې لا قوي شوي او د بیلتون غوښتونکو پر ضد یې د بشپړ ځواک اخیستو هوډ څرګند کړ.

بوګټي دا څرګندونې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره تر ملاقات وروسته وکړلې چې تیره ورځ د کویټې ښار ته تللی و تر څو د وضعیت په هکله ورته معلومات ورکړل شي.

د ښاغلي نقوي دفتر هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د "ترهګرۍ" ضد مبارزې کې به د بلوچستان سیمه ایز حکومت ملاتړ کوي او د "ترهګرو" پر ضد یې هم د جدي اقداماتو کولو وعده ورکړې.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو ادعا کړې چې دا برید هغوي کړی او دا یې هم ویلي چې پدې برید کې یې د پاکستان پوځیان په نښه کړي و.

پدې برید کې د ۲۶ کسانو وژل کیدو تر څنګ ۶۲ تنه ټپي شوي هم دي خو حکومت دا ندي ویلي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان عام خلک که د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د اې پي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې پدې برید کې پاکستاني سرتیري او د اورګاډي مامورین وژل شویدي خو دقیق شمیر لا ندی معلوم.

په راپور کې ویل شوي چې چاودنه د شنبې په ورځ هغه وخت وشوه چې نږدې ۱۰۰ مساپرو دیته انتظار کاوه چې له کویټې د راولپنډۍ ښار ته ولاړ شي.

د اورګاډي په سټیشن کې دا چاودنه د روان میلادي کال د اګست میاشتې راهیسې چې وسله والو پکې مساپر وړونکو بسونو، پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل او ۵۰ تنه یې ووژل، تر ټولو خونړی برید و.

د ماتم د اعلان تر څنګ پاکستاني چارواکو ویلي سر د دوشنبې به د بلوچستان د ولایت څخه د اورګاډو تګ راتګ د څلورو ورځو لپاره بند وي.

د پاکستان د اورګاډي ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اورګاډو تګ راتګ بندولو پریکړه یې د امنیتي دلایلو له مخې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG